مصري پولیسو مخکنی لومړی وزیر نیولی

مصري پولیسو ویلي، چې د محمد مرسي د واکمنۍ پرمهال مخکنی لومړی وزیر هشام قندیل یې نیولی دی.
د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی قندیل یې "سودان ته د تېښتې پرمهال" نیولی دی.
هشان قندیل د مرسي د ولسمشرۍ پرمهال تر ټولو ځوان چارواکی و.
وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې "قندیل په یوه غرنۍ سیمه کې د هغه د تېښتې له ملګرو سره یوځای نیول شوی، چې غوښتل یې سودان ته ځان ورسوي".
خو د الاهرام خبري وېبپاڼې د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي، چې پولیسو مخکنی لومړی وزیر د قاهرې سوېل لوېديځ الفیوم ولایت ته پر لاره نیولی دی.
قندیل د یوه مخکني قضايي حکم د نه تنفیذولو په تور په یوه کال بند محکوم شوی و.
د مرسي د واکمنۍ پرمهال نوموړي د ولس هغه یو کلن فشارونه ونه منل، چې د قندیل د لیرې کولو غوښتنې یې کولې.
وړاندې یوې محکمې قندیل په عامه سکتور کې د پېر او پلور د یوې معاملې د نه عملي کولو په تور په یوه کال بند محکوم کړی و.
خو په تېر سپتمبر کې استیناف محکمې د مرسي تر لیرې کېدو وروسته قندیل له خپلې دندې د لیرې کولو حکم تایید کړ.
له ۱۹۵۴ کال وروسته، ښاغلی قندیل د مصر په تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر و.
که څه هم نوموړی د اخوان المسلمین ګوند یا کومې بلې اسلامي سیاسي ډلې غړی نه دی، خو ویل کېږي چې له اسلامپالو سره خواخوږي لري.








