د مصر اخوان المسلمین مشر محکمه کې حاضر شو

د مصر اخوان المسلمین مشر په لومړي ځل محکمه کې حاضر شو. د محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته د اخوان المسلمین د مشر محمد بدیع په ګډون د دغه ګوند ګڼ غړي ونیول شول.
د مصر اخوان المسلمین ګوند مشر محمد بدیع په لومړي ځل محکمې ته حاضر شوی دی.
د مصر د مخکني منتخب ولسمشر محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته، حکومت د خوان المسلمین ګوند ګڼ غړي او مشران ونیول، چې محمد بدیع هم په کې شامل و.
د اخوان المسلمین ګوند د مشر محمد بدیع او د هغه د دوو مرستیالانو محاکمې ۴۵ دقیقې وخت واخیست.
محمد بدیع په تېر اګست میاشت کې د مصري پوځ له خوا ونیول شو.
د اخوان المسلمین ګوند ضد لاریونونو پرمهال اته کسان ووژل شول.
ښاغلی بدیع د دغو کسانو په وژنې او پروړاندې یې په تاوتریخوالي تورن دی.
خو نوموړي د اخوان المسلمین ګوند له خوا دغه ټول رپوټونه رد شوي دي.
د محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته، د اخوان المسلمین ګوند سلګونه ملاتړي او پلویان ووژل شول.
د ښاغلي بدیع د محکمې پرمهال د اخوان المسلمین ګوند نور مشران هم موجود وو.
هغه په محکمه کې وپوښتل، چې ولې یې د زوی د وژنې او د اخوان المسلمین د دفترونو د سوځولو په اړه پلټنې ونه شوې.

ښاغلی بدیع د لنډمهالي حکومت پرضد لاریونونو له مخکښانو څخه و.
د محمد بدیع ۳۸ کلن زوی عمار په لاریونونو کې ووژل شو.
بل خوا د مصر څارنوال علا عبدالفتاح چې د مصر سیکولر ګوند سیاسي فعال دی، ۲۴ نور کسان یې هم محاکمې ته برابر کړي دي.
دوی تورن دي، چې تېره میاشت یې د لاریون د ممنوعیت قانون بابیزه ګڼلی و.
ښاغلی فتاح یو له هغو سیاسي فعالانو دی، چې په ۲۰۱۱ کال یې د حسني مبارک پرضد پاڅون او مظاهروکې پراخ ګډون درلود.
د مصر حکومت او پوځ د حکومت ضد مظاهرو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست، چې په لړ کې یې پوهنتونونو کې د سیکولر او نورو مذهبي ګوندونو پلویانو مظاهرې وکړې .
پولیسو د الازهر پوهنتون انګر کې د محصلینو پر مظاهره کوونکو اوښلن غاز وکارواوه او ربړي ګولۍ یې پرې وویشتلې.
په وروستیو اونیو کې بیا هم په دغه پوهنتون کې تاوتریخجني مظاهرې وشوې.








