د مصري سینما لوبغاړې فاتن حمامه ومړه

د عکس سرچینه،
د مصر د سینما یوه ښځینه لوبغاړې فاتن حمامه د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۴ کلونو په عمر ومړه.
فاتن حمامه د تېرې پېړۍ پنځوسمو او شپیتمو لسیزو او د اویایمې لسیزې لومړیو کې مشهوره فلمي لوبغاړې وه.
هغې ګڼې جایزې ګټلې دي، او په قاهره او بیروت کې امریکايي پوهنتونونو په افتخاري دوکتوراګانو نازولې ده.
د مصري لیکوالو او نقادانو ټولنې په ۲۰۰۰ کال هغې ته په مصري سینما کې د (پېړۍ ستورې) لقب ورکړ.
له سینما سره د فاتن حمامه اړیکه او راشه درشه په ۱۹۳۹ کال پیل شوه، کله چې د لومړي ځل لپاره په ۷ کلنۍ کې د سینما پر پرده ښکاره شوه.
هغې په ۲۰۰۰ کال له سینمايي کارونو لاس واخیست، خو په وروستي ځل یې (د سپوږمۍ مخ) ډرامه کې کار کړی و.
فاتن حمامه د ۱۹۳۱ کال مې پر اوه ویشتمه د مصر المنصوره ولایت په یوه متوسطه مسلمانه کورنۍ کې دې نړۍ ته راغلې ده، خو دا وايي چې قاهره کې پیدا شوې یم.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP

پلار یې احمد حمامه د مصر د روزنې وزارت کې مامور و.
وروسته تر هغه چې فاتن حمامه د ماشومانو د ښکلا سیالۍ کې بریالۍ شوه، پلار یې د هغې یو انځور سینمايي تولیدوونکي محمد کریم ته واستاوه، ځکه چې هغه په یوه فلم کې د یوه ماشوم د لوبېدو په لټه کې و.
همدا وو چې نوموړې په (ښه ورځ) فلم کې د لومړي ځل لپاره ولوبېده.
په ۱۹۴۶ کال فاتن حمامه له خپلې کورنۍ سره قاهرې ته ولېږدېده او هلته یې د سینما په عالي انستیتوت کې زده کړې پیل کړې.
فاتن درې مېړونه کړي، لومړی ځل یې له فلمي تولیدوونکي عزالدین ذوالفقار سره په ۱۹۴۷ کال واده وکړ، خو اوه کاله وروسته سره جلا شول،دویم ځل یې په ۱۹۵۴ کال له ممثل عمر الشریف سره واده وکړ چې ټیک شل کاله یې دوام وکړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AFP
له عز الدین ذوالفقار نه د نادیه ذوالفقار په نامه ددواړو یوه لور پیدا شوه، او عمر الشریف نه یې یو زوی (طارق الشریف) پیدا شو.
په درېیم ځل فاتن حمامې له مصري ډاکټر محمد عبدالوهاب محمود سره واده وکړ.
د مصر د ولسمشرۍ دفتر د دغې هنرمندې پر مړینې خواشیني ښودلې ده.








