د مصر سینا کې بریدونو ۳۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د مصر سینا ټاپو کې یولړ بریدونو لږترلږه ۳۰ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د مصر شمالي ټاپو سیناء کې یوې موټربم چاودنې د پوځ یو مرکز په نښه کړی، چې ګڼ پوځيان پکې وژل شوي.
نور بریدونه د شیخ زویدي ښار، له غزې سره پر پوله رفح ته څېرمه شوي دي.
د بیت المقدس جهادي ډلې، چې له اسلامي دولت سره د تړاو لرلو تور ورباندې کېږي، ویلي چې دغه بریدونه دوی کړي دي.
په ۲۰۱۳ کال کله چې د اخوان المسلمین منتَخب ولسمشر محمد مرسي د پوځي کودتا پایله کې له واکه لیرې او بندي شو، په دغه هېواد کې ناامنۍ ډېرې شوې.
د مصر پوځ وايي ولسمشر عبدالفتاح السیسي دا مهال د ایتیوپیا په سفر دی، چې له دفاع وزیر یې د بریدګرو د نیولو جدي غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه، AP
د مصر یوې روغتیايي سرچینې ویلي، شاید د مړو شمېر ډېر شي؛ ځکه چې تر کنډوالو لاندې لاهم ځینې کسان پاتې دي.
یوې سرچینې ویلي، زیاتره وژل شوي او ټپیان پولیس او پوځيان دي.
د پوځ ویاند جګړن محمد مسیر بي بي سي ته د وژل شویو دقیقه شمېره ونه ښوده.
دغه بریدونه د سیناء په ځینو سیمو کې د مصري چارواکو له خوا تر ګرځبندیز لګولو دوه ساعته وروسته شوي دي.
په تېر اکتوبر کې هم هلته ورته بریدونه وشول، چې لږترلږه ۳۰ پوځيان پکې ووژل شول.
پوځ وايي، وسله والو په عریش ښار کې د پولیسو او پوځ پر مرکزونو د هاوان بریدونه کړي، بیا وروسته یې د پوځ د وسلو یوه زېرمتون ته څېرمه موټربم برید کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د العریش ښار السلام سیمې عیني شاهدان وايي، بریدونه دومره زورور وو چې د سیمې ځینې کورونه یې هم زیانمن کړل.








