''اسلامي دولت'' د القاعدې په سیمو کې

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, تحلیل ـ بي بي سي
- دنده, ژباړه: هدایت الله همیم
''اسلامي دولت'' ډله د افریقا په شمال او عربي ټاپووزمه کې له نورو سخت دریځو جهادي ډلو سره د اړیکو پر ټینګولو کار کوي، او ځینې ډلې یې پر ځان ورماتې کړې دي.
دغې ډلې د تېرې جنورۍ پر ۲۶، په <link type="page"><caption> افغانستان او پاکستان</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/pokhtonkhwa/2015/01/150127_as_isis_pak_afghan" platform="highweb"/></link> کې خپل والي او د هغه مرستیال وټاکل.
د ''اسلامي دولت'' ډلې مشر په تېر نومبر کې له دغې ډلې سره د یوځای شویو وسله واو ډلو نومونه هم په ډاګه کړي وو، چې بیا وروسته له مصر، لیبیا، الجزایر، یمن او سعودي عربستان نه یې د ځینو کسانو بیعت ومانه.
ځینو داسې ډلو هم بیعت ورسره وکړ، چې له ''اسلامي دولت'' وړاندې یې فعالیت درلود، خو له ''اسلامي دولت'' سره په یوځای کېدو یې خپل نوم پر (د اسلامي دولت ولایت) واړاوه، چې ښکاره بېلګه یې په مصر کې د بیت المقدس انصار ډله وه. دغې ډلې خپل نوم (د سیناء ولایت) وټاکه، همداشان الجزایر کې هم (جند الخلافة) یا د[خلافت پوځ] ډلې دا کار وکړ.
په لیبیا کې د ''اسلامي دولت'' دوه څانګې د القاعدې شبکې تر ټولو فعالې ډلې ګڼل کېږي، ځکه چې پرله پسې منظم ډول خپله خپرنیزه څانګه لري، او تر ډېره د خپلو سوبو او بریدونو معلومات خپروي.
ځینې نورې ډلې هم شته، چې لاهم ډېرې مشهورې نه دي، د بېلګې په توګه، په یمن او سعودي کې د ''اسلامي دولت'' ولایتونو تر اوسه هېڅ داسې فعالیت نه دی کړی چې ځان د رسنیو د سر خبر جوړ کړي.
خو لاهم د القاعدې شبکې تر اوسه له ''اسلامي دولت'' ډلې سره خپله خواخوږي نه ده اعلان کړې، او ''اسلامي دولت'' تر خپل قلمرو لاندې سیمو کې فعالیت لري.
مصر

د عکس سرچینه، BBC World Service
(انصار بیت المقدس) ډله په مصر کې د ''اسلامي دولت'' یوه څانګه ده، خو دقیقاً یې فعالیت د مصر پر سيناء ټاپو پورې تړلی، چې په لومړي ځل په ۲۰۱۱ کال د مصري پاڅون په پیلېدا سره دغې ډلې هلته سر راپورته کړ.
سیناء وړاندې هم د ځینو جهادي ډلو د فعالیت شاهده وه، ځکه چې د ''اسلامي دولت'' ډلې مشر ابو بکر البغدادي هم په دې سیمه کې د یوې ډلې غړیتوب درلود.
دغې ډلې ژر خپل نوم بدل کړ، او په سوریه او عراق کې یې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره خپل ملاتړ اعلان کړ.
لیبیا

د عکس سرچینه، BBC World Service
په لیبیا کې د ''اسلامي دولت'' څانګه، وروسته تر هغه چې دغې ډلې ومنله، په تېر نومبر کې یې خپل فعالیتونه ډېر کړل، چې فعالیتونه او پروپاګند یې کټ مټ په عراق او سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ته ورته دي.
د لیبیا درو ولایتونو (ختیځ برقه، پلازمېنې او په لوېدیځ کې طرابلس، او په سوېل کې فازان) له ''اسلامي دولت'' سره یوځای کېدل اعلان کړل.
له هماغه وخت راهیسې، دوی د هېواد په ساحلي څنډو کې پر خپلو فعالیتونو تمرکز ډېر کړي، خو ترڅنګ یې بریدونه او اعدامونه هم زیات کړل، خو فازان ولایت کې یې یوازې یو ځل برید وکړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ښکاري چې د لیبیا رقه ولایت، چې دوه تاریخي ښارونه درنه او بنغازي پراته دي، د (مجلس شوری شباب الاسلام) یا (د اسلام ځوانانو شورا) په څېر اسلامپالو ډلو فعالیتونه ډېر کړل، دغې شورا په تېر اکتوبر کې له ''اسلامي دولت'' سره بیعت وکړ.
د تېرې جنورۍ پر ۲۷، د لیبیا لوېديځ کې دغې ډلې ډېر بریدونه وکړل، د طرابلس پر کورنتیا هوټل یې برید وکړ، چې لږترلږه د پنځو بهرنیانو په ګډون نهه کسان پکې ووژل شول.
الجزایر

د عکس سرچینه، BBC World Service
که څه هم ابو بکر البغدادي په تېر نومبر کې د الجزایر (جند الخلافة) بیعت ومانه، خو په دې هېواد کې د ''اسلامي دولت'' د څانګې په اړه ډېر خبرونه نه اورېدل کېږي.
دغې ډلې، چې تېر کال د افریقا په شمال کې له القاعدې شبکې جلا شوه، ځان ته په الجزایر کې د ''اسلامي دولت'' ډلې نوم غوره کړ.
په تېر سپتمبر کې، دغې ډلې د فرانسوي سیلاني هیرف ګوردل سر غوڅ کړ.
خو له هغه وروسته یې کومه رسنیزه خبره ونه کړه، او نه یې هم به تېر دسمبر کې د الجزایري ځواکونو په عملیاتو کې د خپل یوه مشر خالد ابو سلیمان د وژل کېدو په اړه غبرګون وښود او نه یې هم د کوم برید پړه منلې ده.
یمن او سعودي عربستان
په تېر نومبر کې کله چې په یمن او سعودي عربستان کې البغدادي د نویو ولایتونو اعلان وکړ، په عربي ټاپووزمه، د یمن څانګې د القاعدې شبکې غوسه یې راوپاروله.
که څه هم دغې څانګې د کوم برید ادعا نه ده کړې، خو دا د القاعدې شبکې لپاره، چې په ګرده نړۍ کې د جهادي حرکت د مشرتابه خپلولو لپاره مبارزه کوي، یو سمبولیک ګواښ ګڼل کېدای شي.
کله چې د ۲۰۱۴ جولای کې ''اسلامي دولت'' په عراق او سوریه کې په رسمي توګه د خلافت جوړولو اعلان وکړ، القاعدې پرې په یوه پټه نیوکه بسنه وکړه.
خو کله چې ددغې ډلې بریدونه په تېر نومبر میاشت کې پراخه شول، د القاعدې شبکې ټولو اړوندو ډلو په علني او قهرجنه ژبه پر ''اسلامي دولت'' انتقادونو ته زړهونه کونج کړل.
افغانستان او پاکستان

د عکس سرچینه، BBC World Service
په افغانستان او پاکستان کې ''اسلامي دولت'' نوې څانګه اعلان کړه، چې ځانګړی نښان او نوم یې ورته غوره کړی، ددغې څانګې مشرتابه په تېر نومبر کې له ''اسلامي دولت'' سره یوځای کېدل منلي وو.
د ''اسلامي دولت'' <link type="page"><caption> خراسان ولایت</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/pokhtonkhwa/2015/01/150127_as_isis_pak_afghan" platform="highweb"/></link> دغې څانګې مشري د پاکستاني طالبانو یوه پخواني ویاند حافظ سعید خان ته ورکړل شوه.
د ''اسلامي دولت'' ډلې له لوري ابو محمد العدني ددې پخلی کړی و، چې په ریښتیا هم دوی د افغانستان او پاکستان لپاره خپل قومندان ټاکلی دی.
له دغه اعلان دوه اونې مخکې، سعید خان په یوه وېډیو کې د افغانستان او پاکستان د طالبانو له ۱۰ مشرانو سره ښکاره شوی و، او له ابو بکر البغدادي سره یې خپل بیعت اعلان کړی و. په وېدیو کې د یوه پاکستاني پوځي د سر غوڅول هم ښودل شوي وو.
دغې څانګې ته د (خراسان ولایت) نوم غوره شوی، چې تر ډېره پکې د افغانستان پاکستان او ورڅېرمه ځینې سیمې دي.
دا د القاعدې او طالبانو لپاره یو بل لوی ګواښ دی؛ ځکه چې په دغو سیمو کې همدا دوه ډلې ډېر فعالیت لري.
نورې سیمې

د عکس سرچینه، BBC World Service
په داسې وخت کې چې ''اسلامي دولت'' ډلې په نورو سیمو کې هم د خپلو نویو څانګو جوړولو اعلان وکړ، ځینې رپوټونه وايي، په نړۍ کې یوشمېر نورې جهادي دلې هم له دغې ډلې سره خواخوږي لري او خپل بیعتونه یې ورسره اعلان کړي.
'اسلامي دولت'' د (دابق) په نامه پخپله مجله کې، چې په انګلیسي ژبه خپرېږي، اعلان وکړ چې د ځینو نورو بیعتونو خبرونه به هم خپاره کړي.
په تېر نومبر کې د البغدادي له لوري د ''اسلامي دولت'' ډلې د پراختیا تر اعلان وروسته، څرګنده شوه چې په قفقاز، اندونیزیا، فلیپین، نایجریا او ځینو نورو سیمو کې هم یوشمېر ډلو له دغې ډلې سره خپل ملاتړ اعلان کړی او د دوی بیعت منل شوی دی.
خو ''اسلامي دولت'' په ښکاره په دغو سیمو کې د هغو ډلو نومونه نه دي ښودلي، چې له دوی سره یوځای شوې، خو ښکاري چې نایجریا کې به د (بوکو حرام) اورپکه ډله هم پکې وي.








