د لیبیا طرابلس پر هوټل برید کې بهرنیان وژل شوي

هوټل کې تر ډېره لیبیايي چارواکو او بهرنیانو راشه درشه درلوده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هوټل کې تر ډېره لیبیايي چارواکو او بهرنیانو راشه درشه درلوده

چارواکي وايي اورپکو د لیبیا پلازمېنه طرابلس کې پر یوه هوټل برید کړی،‌ چې لږترلږه نهه کسان پکې وژل شوي، چې پنځه پکې بهرنیان دي.

ویل کېږي دغه هوټل کې د بهرنیانو تګ راتګ ډېر و.

لیبیايي چارواکي وايي، په وژل شویو کې یو امریکایی، یو فرانسوی او درې آسیايي وګړي دي.

راپورونه وايي ګڼ وسله وال په طرابلس کې د کورنثیا هوټل ته ننوتل او د هرکلي خونه کې یې ډزې پیل کړې. د هوټل نه بهر د موټر بم چاودنه وشوه.

چارواکي وايي په ټپي شویو کې یو بهرنی، فېلېپیني تبعه هم شامل دی.

د ټیوټر یو حساب چې د اسلامي دولت نومې اورپکې ډلې پورې تړلی، ویلي چې پر هوټل برید دغې ډلې کړی. خو دغه ادعا تاید شوې نه ده.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل: (ما ناڅاپه ډزې واورېدې او خلک مې ولیدل چې زما په لور یې منډې وهلې، موږ ټول د هوټل د ګراج له لارې وتښتېدو. وروسته بیا هوتل وتړل شو).

د بریدګرو شمېر کره نه دی. د پېښې سیمه کې مختلفو سرچینو ویلي چې د دریو او پنځو تر منځ کسان وو، یوې سرچینې ویلي چې ګڼو یې ځانمرګي بریدونه کړي.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،

د رویټرز خبري اژانس د یوه ځايي چارواکي له خولې ویلي چې په برید کې د پنځو بهرنیانو په ګډون لږترلږه اته کسان وژل شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي چې یو وسله وال نیول شوی دی.

له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو هوټل محاصره کړ او په طرابلس کې د بي بي سي خبریاله رنا جواد وايي شاوخوا سیمې بندې شوې دي.

زموږ خبریاله زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې د بریدګرو پر ضد امنیتي عملیات پای ته رسېدلي دي خو دا خبر تاید شوی نه دی.

زموږ خبریاله وايي یو شمېر بهرني شرکتونه په دغه هوټل کې دفترونه لري.

د هوټل یوه کارکونکي د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل چې د برید پر مهال هوټل کې د شته کسانو شمېر کم و.

د عکس سرچینه، AFP

وړاندې د هوټل چارواکو ته د هوتل خالي کولو ګواښ شوی و

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح، وړاندې د هوټل چارواکو ته د هوتل خالي کولو ګواښ شوی و

په ورته وخت کې د هوټل یوې امنیتې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې هوتل (څو ورځې وړاندې) ګواښ تر لاسه کړی و چې (ودانۍ خوشې کړئ).