لیبیا: د ''اسلامي دولت'' اړوندو جنګیالیو ۲۱ عیسویان نیولي

مصر مخکې منلې وه،‌ چې لیبیا کې یې شل وګړي تښتول شوي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، مصر مخکې منلې وه،‌ چې لیبیا کې یې شل وګړي تښتول شوي

په لیبیا کې ۲۱ مسیحیان د یوې وسله والې ډلې له خوا نیول شوي، چې په په غالب ګومان دا کار د ''اسلامي دولت'' ډلې اړوندو وسله والو کړی وي.

د نیول شویو کسانو انځورونه پر ځینو هغو ګروپونو خپاره شوي، چې معمولاً د اسلامي دولت د ملاتړو له خوا چلول کېږي. اټکل دی چې نیول شوي به مصري قبطیان وي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې منلې ده، چې د لیبیا د ننه دوو پېښو کې د مصر شل وګړي تښتول شوي دي.‌

دغه وزارت لیبیا ته پر سفیر بندیز لګولی،‌چې وايي ان په رسمي پاسپورټ او وېزې هم مصري وګړي باید دغه هېواد ته سفر ونه کړي.

د تېر کال په لومړیو کې د مصري او لیبیايي چارواکو ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته د قاهرې او طرابلس ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي هم په ټپه ودرېدل.

دا مهال په لیبیا کې خپل سیاسي استازی نه لري، ځکه چې وړاندې یې له طرابلس نه خپل سفیر او مصری کونسل ورغوښتي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي تر پرځېدا وروسته په لیبیا کې وضعیت تر ننه خراب شوی، چې د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو لاسوهنو ته لاره هواره شوه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي تر پرځېدا وروسته په لیبیا کې وضعیت تر ننه خراب شوی، چې د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو لاسوهنو ته لاره هواره شوه.

د عکس سرچینه، Reuters

په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي تر پرځېدا وروسته په لیبیا کې وضعیت تر ننه خراب شوی، چې د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو لاسوهنو ته لاره هواره شوه.

د لیبیا حکومت یوازې پر ټول هېواد واک نه لري.

حکومت او پارلمان له پلازمېنې طرابلس نه د ناامنیو له کبله ختیځ طبرق ښار ته لېږدېدو ته اړ شول،‌ ځکه چې وسله والو د طرابلس پر هغو ګڼو سیمو ولکه ټینګه کړې ده،‌ چې د پارلمان، حکومتي بنسټونو او نورو سازمانونو ودانۍ پکې پرتې دي.