لیبیا کې تښتول شوی بریتانوی خوشی شو

ډیویډ بولام

د عکس سرچینه، GED OCNNOR CHALLIS

د عکس تشریح، بولام تر تښتول کېدو پورې د لیبیا ختیځ یوه نړیوال ښوونځي کې ښوونکی و

یو برتانوی وګړی چې د روان کال په مې میاشت کې په لیبیا کې برمته شوی و، خوشی شوی دی.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د دیوید بولام په نامه دغه سړی روغ او جوړ دی.

نوموړي د بن غازې په یوه نړیوال ښوونځې کې استاد و. د بي بي سي خبریال ته ویل شوي، چې د نوموړي د خوشې کېدو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې وه.

د دې په اړه چې نوموړی چا برمته کړې و ډیر لږ مالومات شته، خو داسې انګیرل کیږي چې په دې کې به د کومې اسلامپالې وسله والې ډلې لاس وي.

په هغې وېدیو کې چې د اګست په میاشت کې په یوټیوب خپره شوې وه، ډیوید بولام د بریتانیا له حکومت نه د مرستې غوښتنه کړي وه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت منلې ده چې ښاغلي بولام د لیبیا په ختیځ بنغازي ښار په یوه ښوونځي کې استاذي کوله، چې تر خوشي کې دا وروسته اوس له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

مخکې د هغه د تښتول کېدو په اړه رپوټونه نه وو خپاره شوي، ځکه چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او د هغه د کورنۍ له خوا یې د نه خپرېدو غوښتنه شوې وه.

باور کېږي، چې د بولام خوشي کېدو کې سیمه ییزو سیاسي کړیو لاس درلود، یا دا چې د خوشي کېدو مقابل کې یې پیسې ورکړل شوې.

بولام د تېرې پنجشنبې په شپه بریتانیا ته ستون شوی.

په امنیتي چارو کې د بي بي ي خبریال ګورډن کوریرا وايي، داسې اندېښنې شته، چې ګني په سوریه او عراق کې به له "اسلامي دولت" سره د نورو بندي شویو بریتانویانو برخلیک څرنګه شي.

په وروستیو اونیو کې "اسلامي دولت" د ځینو امریکایانو او بریتانیانو د سرونو غوڅولو وېډیوګانې خپرې کړې.

زموږ خبریال وايي، که څه هم د بولام د تښتوونکې ډلې په اړه ډېر معلومات نه شته، خو دا هم لا جوته نه ده، چې دوی ولې دی تښتولی و.

"غوره ښوونکی"

ډیوید بولام

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، په هغې وېدیو کې چې د اګست په میاشت کې په یوټیوب خپره شوې وه، ډیوید بولام د بریتانیا له حکومت نه د مرستې غوښتنه کړي وه.

د بنغازي په هغه ښوونځي کې چې ډیویډ ښوونکی و، د هغه یوه ملګري ویلي، د بولام د تښتول کېدو پر ګهیځ یې له هغه سره تیلیفوني خبرې کړې، چې بیا وروسته د ښوونځي ادارې وویل "سیمه ییزو ملېشو ډیویډ خرڅلاو ته پر لاره تښتولی دی."

د ډیویډ ملګری جید اوکونور چالیس او د هغه مېرمن شوبون بنغازي کې د ۲۰۱۳ له دسمبر راهیسې ښوونکي دي، چې په تېره مې کې یې د ډیوډ له تښتول کېدا لږ مخکې لیبیا پرېښې ده.

چالیس، چې دا مهال په مانچسټر کې اوسېږي، ویلي، بولام هغه مهال لیبیا کې پاتې شو، چې نور ښوونکي له دغه هېواده ووتل: هغه یو ځلانده شخصیت و، په ښوونځي کې یې انګلیسي ژبه تدریسوله، هغه یو ډېر غوره ښوونکی و."