لیبیا په کور د ننه ځینې ملېشې 'ترهګرې' اعلان کړې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د لیبیا پارلماني وکیلانو ویلي، وسله والو ملېشو د طرابلس نړیوال هوايي ډګر نیولی، او ځینې نورې ډلې یې "ترهګرې" اعلان کړې دي.
پارلمان په یوه ویناپاڼه کې د "فجر لیبیا" او "انصار الشریعة" او د بنغازي د پاڅونکوونکو شورا د "ترهګرو ډلو په لست کې راوستلې دي".
دوی وايي، دا ډلې له قانون بهر کړنې کوي، او د لیبیا پوځ ته یې په نښه کول روا دي.
په ویناپاڼه کې راغلي "دغه جګړه د لیبیا د حکومت او د هغو حکومتي بنسټونو ترمنځ ده، چې مشري یې د پوځ افسران او پوځیان کوي، او ترهګرې ډلې له قانون بهر کړنې کوي".
"هوايي برید"
د "لیبیا ګهیځ عملیات" په نامه ډلې، چې د مصراته ښار وسله وال پکې یوځای شوي، وړاندې اعلان وکړ چې د طرابلس نړیوال هوايي ډګر یې له نورو ملېشو سره تر سخت نښتې وروسته نیولی دی.
پر انټرنېټ په خپرو شویو انځورونو کې جنګیالي ښکاري چې د الوتکو پر سر او د هوايي ډګر بهر خوشحالۍ کوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ناتایید شوي رپوټونه وايي، چې د طرابلس په څنډو کې له ډېر وخت راهیسې د جګړه مارو ملېشو ترمنځ نښتې او جګړې روانې دي.
د "مصراته کنډک" او "زنتان ملیشې" ترمنځ د تېر جولای او روان اګست میاشتو په جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د "لیبیا ګهیځ عملیاتو" ډله د مصر او اماراتو حکومتونه د تېرې شنبې ورځې په هغه برید کې دخیل بولي، چې لږترلږه لس وسله وال یې ووژل.
د "خبر" په نامه سیمه ییز خبري اژانس ویلي" الوتکو د لیبیا ګهیځ ډلې څلور اړوند مرکزونه په نښه کړلي دي".
د مخکني ډګروال خلیفه حفتر په مشرۍ د لیبیا حکومتي پلوو ځواکونو ددغو بریدونو مسؤولیت پرغاړه اخیستی و.
د "لیبیا ګهیځ عملیاتو" ډلې ویاند محمد الغریاني ویلي، په بمبار کې د حکومت اړوند د تېلو د یوه شرکت ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دا په تېره یوه اونۍ کې درېیم ځل دی، چې په طرابلس ښار کې د وسله والو مرکزونه په نښه کېږي.
د یادې ډلې ویاند زیاتوي "د پاڅون کوونکو استخباراتي معلومات ښيي چې د اماراتو او مصر حکومتونه په دغه هوايي تېري کې ښکېل دي".
تېره اونۍ ځینو لوېدیځو حکوتونو او مصر په دې بمبارۍ کې خپله ښکېلتیا رد کړې وه.








