د لیبیا پر هوايي ډګر برید کې ۹۰ سلنه الوتکې له منځه تللې

د لیبیا پلازمېنې طرابلس کې چارواکي وايي، د دغه ښار پر نړیوال هوايي ډګر د راکټي بریدونو پایله کې ۹۰ سلنه الوتکې له منځه تللې دي.
د لیبیا حکومت ویاند احمد لمین وايي، دغه برید پایله کې هلته ولاړې ۹۰ سلنه الوتکې له منځه تللې دي.
چارواکي وايي، د برید پایله کې یو کس وژل شوي او ۱۲ الوتکې ویجاړې شوې دي. د دوشنبې په ورځ د برید له کبله هوايي ډګر وتړل شو.
د حکومتي ویاند په خبره حکومت د امنیت ټینګښت په موخه د نړیوالو ځواکونو په غوښتلو غور کوي.
۲۰۱۱ کې د معمر قذافي حکومت له نسکورېدو وروسته د امنیت حالت خراب دی او حکومت نه دی توانېدلی چې خپله واکمني ټینګه وساتي.
حکومتي ویاند په یوه خبرې غونډه کې وویل، ' د امنیت حالت سمبالولو لپاره حکومت د نړیوالو ځواکونو د مرستې غوښتلو په اړه غور کوي.'
دې سره به حکومت د ادارو پیاوړي کولو لپاره فرصت ومومي. د نوموړي په خبره لیبیا کې د کورنیو نښتو له کبله د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی.
بل لور ته ملګرو ملتونو ویلي، چې لیبیا نه خپل کارکونکي باسي.
' لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازیتوب پرېکړه کړې، چې د امنیت اوسني حالت کې لیبیا کې کار کول ګران کار دی.'
د لیبیا په بنغازي ښار کې د لیبیا دویم لوی هوايي ډګر له تېرو دوو میاشتو راهیسې تړلی دی. دا مهال یوازې مصراته هوايي ډګر فعال دی.








