د لیبیا لپاره د علاج لټه لا روانه ده

- Author, لیکوال: د بي بي سي د دیپلوماتیکو چارو خبریال، جیمز رابینز
- دنده, ژباړونکی: لطف الله لطیف
کله چې علاج له ناروغۍ بدتر وي
د دې پوښتنې ځواب نشته خو د قذافي ظالم رژیم په لیبیا کې یوه ناروغي وه، کله چې علاج ېې د نړیوالوهوايي بریدونو په مرسته انقلاب و او نتیجه ېې اوس یو ناکامه دولت دی چې اسلامي افراطیون ورڅخه ګټه اخلي، دا داسې یوه پوښتنه ده چې لږ تر لږه باید وڅېړل شي.
دیپلوماتان معمولا مسلکي خوشبیني لري. زیاتره باور لري چې لږ تر لږه په تیورۍ کې، هر کړکېچ یوه ښه پایله درلودای شي. ښايي دوی د خپل کار د دوام لپاره دغسې فکر کولو ته اړتیا لري.
خو د دوی سره له خبرو ښکاري چې د لیبیا په هکله داسې فکر نه کوي.
د مثال په توګه کله چې بریتانویان په یو څرګند کړکېچ کې د ښه والي ډېرې وړې نښې وویني نو وايي چې په سم لوري پرمختګ شوی. خو د اوسنۍ لیبیا په اړه هېڅوک دا جمله نه کاروي.
د بریتانېې د بهرنیو چارو وزارت په لیبیا کې د بې امنیتیو له امله هلته د بریتانویانو د ورتلو مشوره نه ورکوي.
په تریپولي کې د بریتانیا سفارت په موقتي توګه تړل شوی او کونسلي مشورې نشي ورکولای.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لیبیا د دوو اسلامي ډلو پر ضد د بندیزونو لګولواعلان وکړ.
ګمان کېږي چې دا ډلې د القاعده سازمان سره اړیکې لري.
که څه هم بریتانیا نه وايي چې د لیبیا حالت ډېرخراب دی خو څېړونکي په ډاګه دا خبره کوي.
یاغي ځواکونه
د میناس څېړونکې موسسې، د نوامبر په یوولسمه د لیبیا د سترې محکمې هغې بیسارې فیصلې ته اشاره کړې چې وايي د هېواد ولسي جرګه غیر قانوني ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دغه موسسه وايي د سترې محکمې دا فیصله د ولسي جرګې لپاره حیرانوونکې وه.
که څه هم په نظر کې وه چې د محکمې فیصله په دې اړه وي چې آیا د تبروک په ښار کې د ولسي جرګې غونډې قانوني دي که نه خو سترې محکمې د ولسي جرګې د غونډو د ځای په هکله نه بلکې په خپله د ولسي جرګې د شته والي په هکله فیصله وکړه او و یې ویل چې هغه قانوني نه ده.
دا پر پارلمان باندې یو ستر ګوزار و.
محکمې دا هم ویلي چې فیصله یې بېرته ګرځېدای نشي او د ولسي جرګې ټولې فیصلې باید باطلې وبلل شي.
اسلام پالو ډلو او د مسراتا ولایت استازو چې په تریپولي کې د ملي ژغورنې د حکومت پلویان او د ولسي جرګې رقیبان دي، دا فیصله وستایله.
نو آیا په لیبیا کې څه وشول، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ کال کې یو شمېر یاغي ځواکونو او د بریتانوي او فرانسوي الوتکو په ګډون نړیوالو هوايي بریدونو د قذافي د لسګونو کلونو دیکتاتوري څخه دا هیواد آزاد کړ.
د قذافي ناروغي وحشتناکه وه. علاج ېې نه دی موندل شوی.
زیاترو څېړونکو فکر کوه چې د یاغیانو ترمنځ ډېر نازکه یووالی به ژر له منځه لاړشي خو په لومړي سر کې داسې و نه شول.
د ۲۰۱۴ کال په جون کې د قذافي له نسکورېدو وروسته په لیبیا کې دویم ځل انتخابات وشول خو څو میاشتې وروسته نوی پارلمان د اسلام پالو او قبایلي ملېشوو تر فشار لاندې مجبوره شو چې دهېواد پایتخت تریپولي نه وتښتي.
ولسي جرګه د لیبیا ختیځو پولو ته نږدې د داخلي تبعید په حال کې د تبروک په ښار کې مېشته شوه.
اسلام پالو په تریپولي کې د عمومي ملي شورا په نامه ځانته بل پارلمان جوړ کړ.
باطلې شوې هڅې
څېړونکي وايي دا بنسټیزه کورنۍ ګډوډي او جنګ جګړې، نه یوازې پر لیبیایانو باندې مصیبتناکه اغېزې لري، بلکې په لیبیا کې د حیاتي بهرنیو پانګو اچونو د لر لید په وړاندې هم لوی خنډ دی.
پانګه اچونکي به له چا سره خبرې کوي؟ آیا په هېواد کې داسې کوم خوندي ځای پاتې دی چې دوی پکې پانګه واچوي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service
اوس د بریتانیا له خوا د هېواد جوړونې عملي هڅې هم نتیجه نه ورکوي.
هغه څه چې د بریتانیا د کیمبریجشایر د باسینګبورن په پوځي بارکونو کې پېښ شول د لیبیا د بې قانونه حالت یوه نمونه وه.
هلته هڅه کېده چې لیبیا ځوان ملېشه يي عسکر وروزي چې په راتلونکې کې د لیبیا د ملي پوځ پر بامسولیته او با دسپلینه غړو باندې بدل شي او د خپل هېواد او حکومت خدمت وکړي، خوله بده مرغه داسې و نه شوه.
دوه کسه لیبیایان د جنسي تېري په تور محاکمه کېدونکي دي. په یوه بله پېښه کې درې تنه نور په جنسي تېري تورن شوي دي.
بریتانیا ټول پاتې لیبیایان بېرته خپل هېواد ته ولېږل او د روزنې د ټول پروګرام څخه یې لاس واخیست.
دافراطیونو پټ را ننوتل
نو آیا په ټوله کې د لیبیا لپاره د علاج کومه هیله شته؟
د امریکا متحده ایالتونه له لیبیا څخه وتلو ته اړشول. سفارت ېې اوس په مالتا کې دی او په لیبیا کې کوم اغېز نلري.
د بریتانیا دیپلوماتان په تونس کې د خپل سفارت څخه کار کوي.
ملګري ملتونه هڅه کوي د رقیبو ډلو تر منځ منځګریتوب وکړي خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.
خو دا د حیرانتیا وړ نه ده ځکه چې په لیبیا کې تخمینا د ۱۷۰۰ نه ډېرې بېلا بېلې ډلې د واک ترلاسه کولو په خپل منځي سیالۍ بوختې دي.
لوېدیځ استخبارات په لیبیا کې په زیاتېدونکې توګه د اسلامی افراطیونو پټ ننوتلو رپوټونه تایدوي.
هلته داسې ډلې را پیدا شوي چې یا په فعاله توګه دا سلامي دولت ډلې ملاتړ کوي او یا لږ تر لږه هغې نظريې سره خواخوږي لري چې وايي باید تر ممکنه حده د شمالي افریقې او منځني ختیځ زیاتې سیمې فتح شي او پکې یو اسلامي خلافت جوړ شي.
د سوريې په پرتله د لیبیا حالت ډېرعجیب او پېچلی دی خو دا په دې معنا نه ده چې د قذافي په وخت کې د لیبیا وضعه بهتره وه.
قذافي او کورنۍ يې پر لیبیا باندې خپل مطلق کنترول تپلی و، او د خلکو د استازو حکومت بنسټ ېې له منځه وړی و.
ټولو هغو کسانو چې قذافي سره ېې مرکې کړې وې، د هغه د یو پیاوړي شخصي اغېز احساس کړی و.
د بي بي سي د دیپلوماتیکو چارو خبریال جیمز رابینز وايي په ۲۰۰۷ کال کې یې په خپله قذافي سره یوې مرکې د وخت د ترور نه ډک احساس خاطرې په یاد پاتې دي.
حتی د قذافي نژدې کسانو هم دغسې یو احساس درلود، داسې ښکارېده چې په کوټه کې موجودو لیبیايي مامورینو له وېرې ځانونه د دیوالونو تر څنګ پټول.
او دا هغه وخت و چې لوېدیځو حکومتونو د ډګرمن قذافي سره تودې اړیکې ساتلې. د هغوی له نظره هغه یو توبه کونکی ګټور شخص و چې ترهګري ېې نوره نه صادروله اوغوښتل ېې چې د لوېدیځ سره دوستي وکړي.
د قذافي میراث ډېر بد و. ناروغي یې وحشتناکه وه. علاج ېې تر اوسه نه دی موندل شوی.








