الجزایر کې د فرانسوي ارفي ګوردال مړی موندل شوی

د عکس سرچینه، AFP
د الجزایر چارواکو ویلي د پلازمېنې په ختیځکې یې د وسله والو اسلامپالو له خوا د وژل شوي فرانسوي سیلاني ارفي ګوردال مړی موندلی دی.
د الجزایر یوې پوځي سرچینې ویلي، امنیتي ارګان ددغه ۵۵ کلن فرانسوي وګړي مړی موندلی.
د هغه د وژنې په تور نیول شویو مشکوکو کسانو پولیسو ته ځینې معلومات ورکړي دي.
ګوردال یوه غره ته له یوې ډلې سیلانیانو سره روا وو، چې د (جند الخلافه) په نامه یوې ډلې وتښتاوه.
دغېډلې د نوموړي تر تښتولو څو ورځې وروسته د هغه سر غوڅ کړ.
که څه هم هغه مهال د الجزایر پوځ زرګونه پوځيان د ګوردال د موندلو لپاره وګومارل، خو څو ورځې وروسته یې د تیزي وزو ولایت اقبیل ښار ته څېرمه د هغه مړی وموند.
پوځيانو له روزل شویو سپو سره یوځای د ګوردال مړی وموند.
په تېر سپتمبر کې تښتوونکو یوه ویډیو خپره کړې چې د ګوردال سر یې پکې غوڅاوه.
تښتوونکو ویلي وو، دا چې فرانسې په عراق او سوریه کې د ''اسلامي دولت'' پر مرکزونو له بمباریو لاس وانخیست، دوی یې په مقابل کې د دغه فرانسوي سر غوڅوي.
د عبدالمالک قوري په نامه یوه کس د ګوردال سر غوڅ کړی، چې بیا وروسته قوري په تېر دسمبر کې د الجزایري پوځ په یوه برید کې ووژل شو.








