بوکوحرام د نایجریا پر مهم ښار میدوګوري برید کړی

د عکس سرچینه، BBC World Service
راپورونه وايي د بوکوحرام اورپکې ډلې جنګیالیو د نایجریا په شمال ختیځ کې پر مهم ښار میدوګوري برید کړی دی.
ویل کېږي د ښار په څنډو کې سخته جګړه روانه ده او اورپکي هڅه کوي ښار ته ننوځي.
د نایجریا پوځ پر اورپکو هوايي بریدونه کوي او په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی دی.
میدګوروي کې هغه لسګونه زره خلک ځای پر ځای شوي چې د بوکوحرام د بریدونو له کبله د خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ شوي وو.
د شنبې پر ورځ د نایجریا ولسمشر ګوډلک جانتن دغه ښار ته سفر کړی و.
بوکوحرام، چې په حوسا ژبه د (لوېدیځ تعلیم حرام دی) معنا لري، په ۲۰۰۹ کال کې د یوه اسلامي دولت جوړولو په موخه نظامي عملیات پیل کړل.
تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي، ډېری یې د نایجریا په شمال ختیځ سیمو کې.
"موږ ته دعا وکړئ"
د بورنو ایالت مرکز میدوګوري ښار اوسېدونکي وايي دوی درنو چاودونو او ډزو له خوبه راویخ کړل.
امنيتي ځواکونو سړکونه او سوداګریز مرکزونه تړلي دي.
په ظاهره جګړه د ښار په څنډه کې د جېمتېلو په سیمه کې پیل شوې ده.
د سیمې یوه ځايي اوسېدونکي راشېل ادامو د رویټرز خبري اژانس ته وویل: "لطفا موږ ته دعا وکړئ، موږ په خطر کې یو او اوس را باندې سخت برید شوی".
په ابوجا کې د بي بي سي خبریال کریس اېوکور وايي پوځ پر اورپکو هم مهاله هوايي او ځمکني بریدونه کوي.
میدوګوري ښار د بوکوحرام اورپکې ډلې لپاره ډېر مهم دی او دوی تېر ځل د ۲۰۱۳ کال په دسمبر میاشت کې د دغه ښار د نیولو هڅه کړې وه.
بوکوحرام:
- په ۲۰۰۲ کال کې رامنځ ته شو، پیل کې یې د لوېدیځ تعلیم مخالفت کاوه.
- په ۲۰۰۹ کال کې یې د اسلامي دولت جوړولو په موخه نظامي عملیات پیل کړل.
- زرګونه کسان وژل شوي، ډېری یې د نایجریا په شمال ختیځ کې، په پلازمېنه ابوجا کې یې د پولیسو او د ملګرو ملتونو پر مرکزونو هم بریدونه کړي دي.
- د ښوونځي لږترلږه ۲۰۰ نجونو په ګډون یې سلګونه کسان تښتولي.
- د شمال ختیځ نایجریا ګڼ ښارګوټي یې تر ولکې لاندې دي.
- د کامیرون پر هېواد یې هم بریدونه کړي.








