'بوکو حرام' کامیرون کې لسګونه کسان تښتولي

د عکس سرچینه، .
د کامیرون چارواکي وايي، د نایجریا سخت دریځې ډلې بوکو حرام اورپکو په کامیرون کې لږترلږه ۶۰ کسان تښتولي دي.
د کامیرون په شمالي کلیو د بوکو حرام د برید پرمهال ځینې کسان وژل شوي هم دي.
د کامیرون د اطلاعاتو وزیر عیسی بکاري بي بی سي ته وویل، د ۳۰ او ۵۰ ترمنځخلک تښتول شوي ۵ کورونه سوځول شوي، چې په تښتول شویو کې ماشومان هم دي.
په لاګوس کې د بي بي سي خبریال راندي جو وايي ((وروستی برید په سیمه کې د بوکو حرام اورپکې ډلې په اړه د ستونزې د ډېرېدو یو ستر لامل دی، اوس پر بوکو حرام لاسبري ستونزمن کار دی.))
نوموړی وايي، د کامیرون په شمال کې اوس پراخه اندېښنه ده، چې شاید بوکو حرام نور ورته بریدونه هم وکړي. د کامیرون پوځ هم هک پک دی، ځکه چې اورپکي نایجریا ته تښتېدلي.))
بوکو حرام اورپکې ډله د نایجریا په شمال ختیځ کې پر ګڼو کوچنیو ښارونو او کلیو واکمنه ده چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم یو لوی سرخوږی دی.
دغه ډله له تېرو شپږو کلونو راهیسې د نایجریا په شمال ختیځ کې فعالیت لري، چې ظاهراً د اسلامي دوت د جوړېدو او شرعي نظام پلي کولو ادعا لري.
کامیرون د نایجریا پر حکومت له دې کبله ډېرې نیوکې کړې وې، چې ګني د بوکو حرام پر وړاندې یې تېر کلونه ټینګ ګامونه نه دي اخیستي.
دا برید وروسته تر هغه شوی چې ګاونډي چاد په کامیرون او نایجریا کې د بوکو حرام پرضد خپل پوځيان خپاره کړل.








