د بوکو حرام ډلې نایجریا کې یوه پوځي اډه نیولې

چارواکي او عیني شاهدان وايي د بوکو حرام په نامه اورپکې ډلې د نایجریا د شمال ختیځې سیمې باګا ښارګوټی او مهمه نړیواله پوځي اډه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د بورنو ایالت یوه سناتور ویلي پوځیانو د یکشنبې پر ورځ له برید وروسته د باګا ښار ګوټي دغه اډه خوشې کړه.
د باګا اوسېدونکي چې په کښتیو کې ګاونډي هېوا چاد ته تښتېدلي وویل ډېر خلک وژل شوي او ښارګوټي کې د اور لمبې لیدل کېږي.
باګا د نایجریا شمال هغه وروستی ښارګوټی و چې د حکومت تر کنترول لاندې و.
د ښارګوټي په پوځي اډه کې د دریو هېوادونو نایجریا، چاد او نایجر ځواکونه ځای پر ځای وو.
دغه پوځي اډه په ۱۹۹۸ کال کې چاد سره پر پوله د جرمونو پر وړاندې د مبازې په موخه جوړه شوې وه خو په ورستیو کې د دغې اډې ځواکونو د بوکو حرام پر ضد هم فعالیت پیل کړی و.
سیمه کې د بي بي سي خبریاله ماري هارپر راپور ورکوي چې بوکو حرام نږدې هره ورځ پر ښارګوټو او کلیو بریدونه کوي او د ځوانو هلکانو او نجونو په ګډون خلک تښتوي.
اغلې هارپر وايي داسې ښکاري پوځ چې لوېدیځوال سلاکاران او څارونکي هم په کې شامل دي، د ستونزې د مخنیوي وړتیا نه لري.

د عکس سرچینه، AFP
هغو ځايي اوسېدونکو چې چاد ته تښتېدلي ویلي دوی هغه مهال د ډزو غږونو له خوب راویخ کړل چې اورپکو د شنبې سهار وختي د باګا پر ښارګوټي له هرې خوا برید وکړ.
دوی وايي کله چې یې پوځیان په تېښته ولیدل نو دوی هم د تېښتې پرېکړه وکړه.
د بورنو شمال سیمې سناتور مینا ماجي لوان بي بي سي ته وویل: ملکي خلک "اخوا دېخوا ځغلېدل، ځینې ځنګله ته ننوتل او ځینې دښتو ته".
نوموړي وویل له ښارګوټي سره اړیکې پرې شوې دي او د مرګژوبلې کره شمېرې نه دي مالومې.
سناتور زیاته کړه: "موږ ډېر نهیلي یو".
هغه زیاته کړه، خلک ډېر په غوصه وو چې ولې پوځیان له مقاومت پرته له سیمې وتښتېدل. "هر ځل چې برید کېږي زموږ پوځیان تښتي نو حتما څه ستونزه شته".








