نایجریایي پوځيانو ته د اعدام سزا

د عکس سرچینه، Reuters
په نایجریا کې یوې محکمې ۵۴ پوځيان له دې کبله په اعدام محکوم کړي، چې د "بوکو حرام" سخت دریځې اسلامپالې ډلې پرضد له جګړې په شا شوي وو.
محکمې دغه پوځيان د بغاوت، تېري او بې زړه توب د تورونو له کبله ګناهګار وپېژندل.
پر پوځيانو دا تور هم دی چې د درو ښارونو د بېرته نیولو په چاره کې یې له مرستې کولو ډډه کړې ده.
دغه درې ښارونه په تېره اګست میاشت کې "بوکو حرام" ډلې ونیول.
د تورنو پوځيانو وکیل ویلي، ۵۴ موکلینو پوځيانو ته یې دا سزا ټاکل شوې، چې په مرمیو باید وویشتل شي، خو پنځه نور پوځيان سپین خېژول شوي دي.
د نایجریا پوځيان شکایت لري چې "بوکو حرام" ډله د وسلې له اړخه پر دوی زوروره ده، خو دوی یې د مبارزې او جګړې لپاره په کافي اندازه وسلې او مهمات نه لري.
د "بوکو حرام" توری (په لوېدیځه طریقه تعلیم یا عصري تعلیم حرام) معنا لري، چې له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د نایجریا په شمال کې د "اسلامي دولت" د جوړېدو هڅه کوي.
ټولو تورنو پوځيانو پرې لګول شوي تورونه رد کړي، خو اټکل دی چې دغه حکم د لوړپوړو افسرانو له خوا تایید شي.
په تېر سپتمبر په یوه ورته قضیه کې ۱۲ پوځیان هم د بغاوت په تور په اعدام محکوم شوي وو او دا تور پرې لګول شوی و چې د شمال ختیځ میدوګوري ښار د افسرانو د قوماندې د افسر د وژلو هڅه یې کړې وه.








