لبنان کې د 'اسلامي دولت' د مشر مېرمن او زوی نیول شوي

د عکس سرچینه، AP
د لبنان امنیتي سرچینو ویلي، له سوریې سره پر پوله یې د "" د مشر ابو بکر البغدادي یوه مېرمن او یو زوی نیولي دي.
لبناني امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا نیونه په تېرو څو ورځو کې شوې ده.
چارواکو د نیول شوې مېرمنې د نوم او تابعیت له ښودلو ډډه کړې ده، خو وايي، چې نیول شوې د البغدادي یوه مېرمن ده.
بل خوا، د لبنان "السفیر" ورځپاڼې ویلي، پوځ له "بهرنیو استخباراتي سازمانونو سره په همغږۍ" د البغدادي د مېرمنې د نیولو عملیات کړي دي.
ورځپاڼې دا هم ویلي، چې اوس د لبنان دفاع وزارت کې له نیول شویو پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د ورځپاڼې په حواله، د البغدادي دغې مېرمنې په یوه جعلي پاسپورټ له خپل یوه زوی سره غوښتل له پولې واوړي.
''اسلامي دولت'' یا البغدادي د لبنان ددغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د "اسلامي دولت" ډله دا مهال د سوریې او عراق پر پراخو سیمو واکمنه ده.
دغې ډلې د "اسلامي خلافت" تر اعلانولو وروسته پراخ عملیات او جګړې پیل کړي دي.
لبناني چارواکو پخپل قلمرو کې د "اسلامي دولت" د ملاتړو پرضد عملیات پیل کړي، او استخباراتي سازمان پر سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره ټینګ ګامونه اخیستي دي.
لبناني چارواکو په وروستیو میاشتو کې یوشمېر هغه "سخت دریځي اسلامپالي" نیولي، چې له سوریې سره پر پراته دغه ګاونډي هېواد کې یې د "اسلامي دولت" د اغېز ډېرولو په پلمه فعالیتونه کول.
د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف هڅه کوي، چې په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" فعالیتونه محدود او دغه ډله وځپي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
امریکايي ولسمشر د البغدادي په مشرۍ د دغې ډلې د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.
البغدادي، چې عراقي تابعیت لري، تېره میاشت په یوه وینا کې د سعودي عربستان د چارواکو پرضد د بریدونو غوښتنه کړې وه.
هغه پخپله وینا کې ویلي، خلافت به یې په سعودي عربستان او څلورو نورو عربي هېوادونو کې خپور شي.
نوموړي دا وینا د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۳ کړې وه.








