د "اسلامي دولت" ډله څوک ده؟

د عکس سرچینه، Reuters

د "اسلامي دولت" ډله، چې پخوا "په شام (سوریه) او عراق کې د اسلامي دولت" (داعش) په نامه یادېده، یوه سخت دریځه ډله ده، چې د سوریې ګڼې ختیځې سیمې او د عراق شمالي او لوېدیځ لوی ښارونه یې نیولي دي.

ددغې ډلې له خوا ډله ییزو وژنو، د مذهبي او نژادي لږکیو د ښځو تښتولو، د خبریالانو او پوځيانو سرونو غوڅولو د امریکايي پوځي مداخلې لپاره لاره هواره کړه.

"اسلامي دولت" د "خلافت" جوړولو هڅه کوي، چې په لړ کې به یې یو سیاسي او مذهبي مشر د اسلامي شریعت مطابق واکمني چلوي.

که څه هم دغه ډله اوس په سوریه او عراق کې محدوده ده، خو ژمنه یې دا ده چې د اردن او لبنان د "سرحدونو" په ماتولو سره به "فلسطین ازادوي".

له دغې ډلې سره د نړۍ له ګوټ- ګوټ نه سخت دریځي مسلمانان یوځای شوي، خو دغه ډله له خپل "خلیفه" ابراهیم عوض ابراهیم علي البدري السامرائي، چې په "ابو بکر البغدادي" شهرت لري، سره د بیعت کولو لپاره دعوت کوي.

دا ډله څنګه پیدا شوه؟

د "اسلامي دولت" ډلې ریښې د "توحید او جهاد" له هغې ډلې سره نښلي، په ۲۰۰۲ کال اردني ابو مصعب الزرقاوي جوړه کړې وه.

په ۲۰۰۳ کال، پر عراق د امریکا تر یرغل وروسته، زرقاوي د القاعدې شبکې له مشر او بنسټګر اسامه بن لادن سره په عراق کې د القاعدې د یوې څانګې جوړولو بیعت وکړ، چې په سیمه کې تر ټولو لویه جنګېدونکې ډله وه.

په ۲۰۰۶ کال د زرقاوي تر وژل کېدا وروسته، ددغې ډلې لمن لا پراخه شوه او "په عراق او شام کې اسلامي دولت" نوم یې غوره کړ.

خو نوې ډله د امریکايي بریدونو له کبله کمزورې شوه، همدا وو چې د ویښتابه شورا جوړه شوه، چې د تاوتریخوالي ضد ځینې سني قبیلې او مخور ورسره یوځای شول.

ابو بکر البغدادي د خپلو ملاتړو منځ کې پر خلیفه ابراهیم مشهور دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ابو بکر البغدادي د خپلو ملاتړو منځ کې پر خلیفه ابراهیم مشهور دی.

د عکس سرچینه، Reuters

په ۲۰۱۰ کال البغدادي ددغې ډلې مشر شو، خو جګړه ییزه تګلاره یې لاپسې سخته که. په ۲۰۱۳ کال، دغې ډلې هره میاشت لسګونه بریدونه کول. او د سوري ولسمشر بشارالاسد د نظام پروړاندې له جنګېدونکو ډلو سره د "نصرت جبهې" د ډلې تر چتر لاندې یو ځای شوه.

د ۲۰۱۳ اپریل کې، بغدادي په سوریه او عراق کې خپل جنګیالي تر یوه بیرغ لاندې راوستل او په "شام او عراق کې اسلامي دولت" (داعش) ډله یې اعلان کړه، خو د "نصرت جبهې" مشرانو دا یوځای کېدل رد کړل.

همدا وو چې د بغدادي پلوي جنګیالي له "نصرت جبهې" جلا شول او په سوریه کې یې د داعش له پاتې کېدو سره مرسته وکړه.

د ۲۰۱۳ دسمبر په پای کې، دغې ډلې خپل ټول پام عراق ته واړاوه، او له حکومت سره یې جګړه پیل کړه. د عراقي حکومت له څپ څپانده سیاسي وضعیت نه په ګټې اخیستو یې بریدونه تېز کړل او شیعه حکومت له واکمنۍ یې په ډېر کم وخت کې ځینې مهمې سیمې وایستلې.

دغې ډلې په لومړي سر کې د قبایلي مشرانو په همکارۍ فلوجه ښار ونیو.

د ابو مصعب الزرقاوي ډله پخپل وخت کې ډېره سخت دریځه وه.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د ابو مصعب الزرقاوي ډله پخپل وخت کې ډېره سخت دریځه وه.

په تېر جولای کې داعش د عراق شمالي موصل ښار ونیو، جنوب ته د بغداد پر لوري وخوځېدل، او د میاشتې په پای کې لسګونه ښارونه او مېرنې

ونیولې، همدا وو چې خپل نوم یې "اسلامي دولت" اعلان او د خلافت جوړولو هوډ وکړ.

اسلامي دولت څومره سیمه لري؟

په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت تر واکمنۍ لاندې د سیمو اټکل نژدې ۴۰ زره کیلومتره مربع ښودل کېږي، چې د بلجیم له ټول مساحت سره برابره ده.

ځینې بیا وايي، چې "اسلامي دولت" نژدې ۹۰ زره کیلومتر مربع سیمه لري، چې له ټول اردن سره مساوي ده.

عراقي لږکي ایزدیان د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو له خوا پسې واخیستل شول.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، عراقي لږکي ایزدیان د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو له خوا پسې واخیستل شول.
اسلامي دولت له نامسلمانو لږکیو او قومونو سره په ناوړه چلند تورن شوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اسلامي دولت له نامسلمانو لږکیو او قومونو سره په ناوړه چلند تورن شوي.

د "اسلامي دولت" ډلې په قلمرو کې د موصل، تکریت، فلوجې، تلعفر، او د سوریې رقه ښارونه شامل دي، دغه ډله د تېلو پر څاګانو، بندونو، لویو لارو او سرحدي لارو هم واکمنه ده.

اټکل کېږي، چې د اسلامي دولت تر قلمرو لاندې سیمو کې نژدې اته میلیونه وګړي ژوند کوي. دغه ډله د اسلامي شریعت ثابت قوانین عملي کوي، ښځې په زور حجاب کولو ته اړباسي، له نامسلمانو وګړو د مسلمانېدو غوښتنه کوي که نه جزبه ورباندې وضعه کوي.

د سزاګانو لویه برخه یې په درو وهل او عدامول دي.

دغه ډله څومره جنګیالي لري؟

په سوریه او عراق کې زرګونو بهرنیو جنګیالیو د 'اسلامي دولت' په لیکو کې جنګېدلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په سوریه او عراق کې زرګونو بهرنیو جنګیالیو د 'اسلامي دولت' په لیکو کې جنګېدلي.
د 'اسلامي دولت' ډله په ګرده نړۍ کې تر ټولو ډېره شتمنه او وېروونکې ډله ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د 'اسلامي دولت' ډله په ګرده نړۍ کې تر ټولو ډېره شتمنه او وېروونکې ډله ده.

امریکايي چارواکو د "اسلامي دولت" د جنګیالیو شمېر نژدې ۱۵ زره اټکل کړی، خو عراقی کارپوه هشام الهاشمي په تېر اګست کې د هغوی شمېر د ۳۰ او ۵۰ زرو ترمنځ ښوولی و، چې دېرش سلنه یې پخپله خوښه جنګیالي شوي او پاتې نور له وېرې او زوره ورسره یوځای شوي.

ددغې ډلې په جنګیالیو کې یو هغه جنګیالي هم دي، چې د عراق او سوریې نه دي، چې د استخباراتي چارو یوې امریکايي ډلې د "اسلامي دولت" د ننه د بهرنیو جنګیالیو شمېر د ۱۲ زره ښودلی، چې له بېلابېلو ۸۱ هېوادونو وګړي پکې دي.

دوی وايي، دغه کسان له خپلو هېوادونو په تېرو درو کلونو کې سوریې ته تللي.

په دغو بهرنیو جنګیالیو کې دوزه زره او پنځه سوه جنګیالي د لوېدیځو هېوادونو دي.

اسلامي دولت کومې وسلې لري؟

د اسلامي دولت جنګیالیو له خوا د سرونو غوڅولو وېډیوګانو زرګونه پوځیان دندو پرېښودو ته اړایستلي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د اسلامي دولت جنګیالیو له خوا د سرونو غوڅولو وېډیوګانو زرګونه پوځیان دندو پرېښودو ته اړایستلي

د عکس سرچینه، Reuters

د "اسلامي دولت" ډله ډېرې سپکې او درنې وسلې دلي، چې داشکې، د توغندیو ویشتلو دستګاوې، د الوتکو ضد توغندي، ځمکنۍ وسلې هم پکې شاملې دي. دغې ډلې ځینې ټانکونه او الوتکې له عراقي او سوري پوځ نه نیولي دي.

داسې هم انګیرل کېږي چې له دغې ډلې سره د سپکو وسلو، جنګیالیو او نورو اړینو توکو ډېرې مرستې کېږي، چې د همدې مرستو په برکت په تېر اګست کې دغې ډلې د عراق شمالي کې کردي پیشمرګه ځواکونه پسې واخیستل.

د اسلامي دولت ملاتړي څوک دي؟

د "اسلامي دولت" ډلې د شتمنۍ اټکل دوه میلیارد ډالر ښوول شوی، چې په ګرده نړۍ کې دا تر ټولو ډېره شتمنه ډله ده. ددغې ډلې ډېری مالي لښګتونه په خلیجي عربي هېوادونو کې د ځینو وګړو له خوا ورکول کېږي.

نن، دغه ډله پر خپل ځان بسیا شوې ده؛ خکه چې هره میاشت یې له قلمرو لاندې سیمو د تېلو له څاګانو او د ګازو له تولید نه میلیونونه ډالر ور روان دي، چې سربېره پردې له خلکو د مالیو اخیستو یې هم جیبونه ډک کړي دي.

په وروستیو کې ''اسلامي دولت'' له دوو امریکايي خبریالانو سرونه غوڅ کړل

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، په وروستیو کې ''اسلامي دولت'' له دوو امریکايي خبریالانو سرونه غوڅ کړل

دغې ډلې په عراق کې د بریدونو پرمهال ډېرې پیسې له بانکونو او ښارونو ترلاسه کړې.

دا ډله ولې سخت دریځي اعمال کوي؟

که څه همه د "اسلامي دولت" ډله سني ده، خو تر ټولو سخت دریځه قوانین لري، چې پخپل اند یې دا یو "ټینګ ایمان لرونکې" او په "حقه" ډله ده. دوی پر دې اند هم دي، چې ګني – له مسلمانانو پرته- نوره نړۍ د اسلام د ځپلو او ختمولو لپاره هڅې کوي، همدا ده چې دوی د مسلمانو او نامسلمانو پرضد بریدونه کوي.

. دغې ډلې ځینې ټانکونه او الوتکې له عراقي او سوري پوځ نه نیولي دي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، . دغې ډلې ځینې ټانکونه او الوتکې له عراقي او سوري پوځ نه نیولي دي.

د "اسلامي دولت" ډله د سزاګانو له مخې سرونه غوڅوي، اعدامول کوي، او د خپل دښمن د وېرولو لپاره ډله ییزې وژنې کوي. دوی د قرآن کریم پر ځینو هغو ایاتونو استدلال کوي، چې د کفارو د سرونو غوڅول پکې راغلي دي، خو عموماً مسلمانان بیا دا ډول اعمال غندي.

په ۲۰۲۵ کال د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري زرقاوي ته خبرداری ورکړی و، چې سخت دریځ اعمال یې د "مسلمانانو د زړونو او عقلونو" خپلولو کې د ناکامۍ لامل ګرځي.

ظواهري په تېره فبرورۍ کې د "اسلامي دولت" کړنې په سوریه کې د ځینو وژنو له کبله وغندلې.