د 'اسلامي دولت' ډلې ملاتړي څوک دي؟

"اسلامي دولت" په سوریه کې تر ګردو نورو ډلو ډېره قوي ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، "اسلامي دولت" په سوریه کې تر ګردو نورو ډلو ډېره قوي ده.
    • Author, مایکل سټیفنز - په قطر کې د شاهي خدمتونو څېړنیز انستیتوت (RUSI) مشر
    • دنده, ژباړه: هدایت الله همیم

ګڼو خلیجي دولتونو ته په عراق او شام کې د اسلامي دولت د سخت دریځو جنګیالیو د ملاتړ د تور ګوتې نیول کېږي، خو په قطر کې د شاهي خدمتونو د دفاع او امنیت انستېتوت مشر مایکل سټیفنز وايي، په جګړه کې دا انځور بیخي ناڅرګند ښکاري.

ډېرې داسې لیکنې شوې، چې ګني د "اسلامي دولت" ډله، چې مخکې "په عراق او شام کې د اسلامي دولت" (داعش) په نامه یادېده، د ځینو خیریه او خواخوږو له خوا پیسې ترلاسه کوي، په تېره بیا شتمن خلیجي دولتونه یې ډېر لاسنیوی کوي.

د هغو کسانو له خولو مې - چې د "اسلامي دولت" پروړاندې جنګېږي- ډېر داسې تورونه اورېدلي، چې ګني قطر، ترکیه او سعودي عربستان هغه یوازېني هېوادونه دي، چې په هڅو یې دغه ډله رامنځ ته شوه.

خو حقیقت تر دې هم پېچلی دی، او ډېرې څېړې ته اړتیا لري.

په عملي ډګر کې د خلیجي هېوادونو ځینې داسې شتمن کسان هم شته، چې په سوریه کې د سخت دریځو ډلو تمویل پر غاړه لري، ډېری یې د پیسو ډک بکسونه ترکیې ته لېږدوي او په مناسب وخت کې میلیونونه ډالر هلته ورکوي.

شاید دا طریقه په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې ډېره کارنده وه، خو په ۲۰۱۴ کال د اسلامي دولت د خزانې له کمېدو سره دا خبره هم ورکه غوندې شوه.

د سوري ولسمشر بشارالاسد په ګومان، سعودي عربستان او قطر له "سُني سیاسي اسلام" په ګټې اخیستو سره له دا ډول ډلو د خپلو سیاسي موخو لپاره کار اخلي.

په دغو ډلو کې د "توحید لوا"، "د شام ازادوونکي" او "جیش الاسلام" ډلې راځي، چې ټولې یې په سوریه کې د القاعدې شبکې له جنګېدونکي څانګې "نصرت جبهې" سره نژدې اړیکي لري.

قطر ته هم ګوته نیول کېږي، چې ګني له دغې ډلې سره ډېر پېچلي اړیکي لري.

بل خوا، ترکیې داسې یو سیاست غوره کړی، چې د سرحد په اړه یې ډېرې پوښتنې راولاړېږي، چې ویل کېږي د قطر او سعودي په ملاتړ یې له پولو سوریې ته وسلې او پیسې اړول کېږي.

ټول پر دې اند و، چې ګني دا ټول د بشار الاسد د نظام پای ته رسولو ته لاره هواروي، واک ته د سُنیانو رسېدل تضمینوي، او د سمندر له لارې د شیعه ایران لاره تړل کېږي.

د قطر امیر شیخ حمد بن تمیم آل ثان له فرانسوي ولسمشر فرانسو اولاند سره

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د قطر امیر شیخ حمد بن تمیم آل ثان له فرانسوي ولسمشر فرانسو اولاند سره
پر سعودي تور دی، چې د اسلامي دولت جنګیالیو تر سیوري لاندې له اسلامپالو سره همکاري کوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پر سعودي تور دی، چې د اسلامي دولت جنګیالیو تر سیوري لاندې له اسلامپالو سره همکاري کوي
د اسد ضد پاڅون راهیسې خلیجي هېوادونو د سوري مخالفانو ملاتړ ته ملاتړ تړلې

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د اسد ضد پاڅون راهیسې خلیجي هېوادونو د سوري مخالفانو ملاتړ ته ملاتړ تړلې

په ۲۰۱۳ کال د اسلامي دولت د فعالیتونو له پیلېدا راهیسې، دغو ډلو دوې تګلارې غوره کړې، یا دا چې تر مرګه وجنګېږي او یا هم غوره دا بولي چې له بریالۍ ډلې سره ځانونه یوځای کړي، خپل زر او زور له پیاوړې ډلې سره شریک کړي.

خو د "نصرت جبهه" ډله پر خپل دریځ ودرېده، او له ډېرو همغاړو سخت دریځو سره یې قوي ایتلاف جوړ کړ، چې په دې موده کې د نصرت جبهې نژدې درو زرو جنګیالیو خپله خواخوږي هم اعلان کړه.

پوښتنه دا ده چې ایا قطر د اسلامي دولت تمویلوونکی هېواد دی؟

مستقیم ځواب "نه" دی، خو نامستقیم ځواب موندل بیا د پټ سیاست او تګلارې د ننه دی، چې ایا د قطر له خوا د اسلامي دولت جنګیالیو ته څرنګه وسلې او پیسې رسېږي.

''اسلامي دولت'' ډله ظاهراً په عراق او شام کې د ''اسلامي خلافت'' جوړول غواړي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ''اسلامي دولت'' ډله ظاهراً په عراق او شام کې د ''اسلامي خلافت'' جوړول غواړي

سعودي هم د دغې ډلې د مستقیم ملاتړ له تور نه پاک نه ښکاري، خو هغه څه چې قطر کې پېښېږي، چې د اسد د پرځولو ټینګار پکې کېږي، شاید د اسد د حریفانو په ملاتړ کې قطر تېروتلی ښکاري.

دواړه هېوادونه باید اوس پر خپلې تګلارې بیا غور وکړي.

بریا او برتري

خو دلته لا ډېرې پېچلې قضیې راڅرګندېږي، په سیمه کې د ایران د شیعه ییزم د ګټو پرضد له دیني ډلو سره ښکاره اړیکي او خواخوږي هغه مساله ده، چې ګڼ خلیجیان یې په ښکاره له څه ویلو ډډه کوي.

د "اسلامي دولت" جنګیالیو له لوري تېرو کړنو او جرمونو ته په کتو هېڅوک ددغې ډلې ملاتړ ته زړه نه ښه کوي، خو د "اسلامي خلافت" جوړولو ته دغه هڅاند تنظیم د ځینو اسلامپالو شخصیتونو په اند د جلب او جذب بېلابېلې کړنې لري.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد په سوریه کې د اسلامي دولت له ډلې سره په سواګریزو راکړو ورکړو تورن دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د سوریې ولسمشر بشار الاسد په سوریه کې د اسلامي دولت له ډلې سره په سواګریزو راکړو ورکړو تورن دی

دغه هدف ته د رسېدو لپاره زیاتره ملاتړي ورمات شوي او هلته د اسلامي دولت لپاره جنګېدلي او وژل شوي دي. خو ځینو نورو یې بیا منفي ملاتړ کړی، چې شاید تر کلونو پورې دوام وکړي.

د "اسلامي دولت" ډلې په ډېر کم وخت کې ډېر پرمختګ وکړ، او د جګړې په ډګر کې یې حریفانو ته د خپلې تورې تېزوالی وښود، خو ترڅنګ یې په لسګونو ژبو خپلو تبلیغاتو ته دوام ورکړ، او زیاتره احساساتي ځوانان/نجونې یې پر ځان رامات او د جګړې په ډګر کې ښکېل کړل.

دغې ډلې پخپلو ټولو فعالتیونو د جګړې خپل توان، د ډلې جوړښت او د تبلیغاتو قوي بڼه ثابته کړه، خو تر هغو ډېر مخکې ښکاري، چې ګني په سیمه کې دې د یوه نظام پرضد جنګېدونکې ډله وي.

"د جګړې اقتصاد"

د اسلامي دولت ډلې ظاهراً د یوه دولت د لومړیو هڅو په بڼه فعالیت پیل کړ – وزیران، محکمې او ان د مالیې غونډولو ابتدايي نظام یې اعلان کړ.

هر ښار یې چې نیولی، لومړی یې د اوبو، او برېښنا سرچینې پخپل واک کې راوستلې دي، همدا ده چې د دوی تر واک لاندې سیمو اوسېدونکو د خپل ځان د بقا په خاطر دوی ته پناه وړې او یا له سیمې وتلي دي.

باور او ملاتړ یوشان نه وي، دغه ډله هره ورځ نژدې نهه زره بیرله (بیلره) تېل د ۲۵ او ۴۵ ترمنځ ډالرو په بیه صادروي، چې ځینې ګټه یې د ترکیې کردي منځګړو جیبونو ته لوېږي، او پر نورې ګټې یې د دغې ډلې کورني لګښتونه پرې کېږي، خو یوه برخه یې د اسد نظام ته په دې هدف ځي، چې دغې ډلې ته بیا وسلې واخلي.

د "جیمسټاون" مؤسسې شنونکی ولادیمیر وان ویلګببرګ وايي چې "دا د جګړې یو معمول اقتصاد دی".

مهم ټکی دا دی چې "اسلامي دولت" خپل لګښتونه پخپله پوره کوي، دغه ډله له نورې نړۍ نه جلا کېدای نه شي.

لویه پوښتنه اوس دا ده چې ایا په سیمه کې دغه قوي ډله څرنګه ځپل کېدای شي؟

د لوېدیځ له مداخلې پرته دا کار ناممکن ښکاري؛ ځکه چې په عراق کې سُني قبایل له دغې ډلې سره د خواخوږۍ د اعلانولو په اړه فکر کوي، خو د اسلامي دولت د ځپلو لپاره لازمې وسلې او پیسې نه لري، دا کار د عراقي او سوري پوځ په وس هم پوره نه دی.