داعش د سوریې له دیرالزور 'شا ته تمبول شوی'

د عکس سرچینه، Reuters
د سوریې فعالان او په سوریه کې پر بشري حقونو څارونکو د تېرې جمعې په ورځ (اګست۱/زمری ۱۰) اعلان وکړ چې د سیمه ییزو جنګیالویو په مټ د داعش ډله له ماتې سره مخامخ شوې او دا په تېلو بډایه سیمه یې د هغوی له منګولو بېرته نیولې ده.
داعش، چې خپل مشرابوبکر البغدادي یې د مسلمانانو خلیفه اعلان کړی، د سوریې او عراق لویې سيمې په واک کې لري، د عراق دولتي ځواکونه تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې د عراق پر مهمو ښارونو واک تر لاسه کړي.
دغې سخت دریځې اسلام پالې ډلې څو ورځې مخکې هم اعلان کړی و چې د رقه په سیمه کې د سوریې د ځواکونو لویه اډه نیولې.
رقه د سوریې په تېلو یوه بډایه سیمه ده.
رقه کې د سوریې د پوځ یوه لویه اډه هم شته، ویل کیږي چې د دغې اډې په نیولو سره په داعش ډله ډېرو وسلو او جنګي توکو ته لاسرسی پیدا کړي.
دا اډه رقې ښار ته نژدې چې د داعش اصلي اډه ګڼل کیږي موقعیت لري.

د عکس سرچینه، Reuters




