داعش د موصل له مسیحیانو جزیه غواړي، که نه وبه وژل شي

د موصل مسیحیانو ته د داعش د خبرداري ضرب الاجل د شنبې تر ورځې پورې و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د موصل مسیحیانو ته د داعش د خبرداري ضرب الاجل د شنبې تر ورځې پورې و.

د داعش اورپکو د موصل له مسیحیانو غوښتي، چې اسلام ومني، یا جزیه ورکړي او که نه وبه وژل شي.

داعش دا هم ویلي، که دا هېڅ نه مني، له موصل ښاره دې ووځي.

رپوټونه وايي، چې زرګونه عیسویان له موصل ښاره ګاونډیو کردي سیمو ته لېږدېدلي دي.

داعش دغو عیسوي وګړو ته د شنبې ورځ وروستی ضرب الاجل ټاکلی و.

د تېرې جمعې ورځې تر لمانځه وروسته داعش ځینې ویناپاڼې ووېشلې چې وايي ''داعش ډله مسیحیانو ته درې غوراوي وړاندې کوي: یا دې اسلام راوړي او جزیه دې ورکړي او که دا کار نه کوي، نو په توره به خبرې ورسره وشي''.

ځینې شمېرې ښيي، وړاندې له دې چې تېره میاشت داعش دغه ښار ونیسي، په موصل ښار کې د مسیحیانو شمېر نژدې پنځه زره کسان و، خو زیاترو یې له ښاره پښې سپکې کړې دي او یوازې ۲۰۰ مسیحیان هلته پاتې شوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځینې شمېرې ښيي، وړاندې له دې چې تېره میاشت داعش دغه ښار ونیسي، په موصل ښار کې د مسیحیانو شمېر نژدې پنځه زره کسان و، خو زیاترو یې له ښاره پښې سپکې کړې دي او یوازې ۲۰۰ مسیحیان هلته پاتې شوي.

رویټرز خبري اژانس د موصل د یوه اوسېدونکي له قوله ویلي ''د عراق په شمالي نینوی ولایت کې د اسلامي دولت په نامه دغه ویناپاڼې د تېرې پنجشبنې پر ورځ خپرې شوي، او د جمعې پر ورځ په جوماتونو کې لوستل شوې دي''.

د (اسلامي دولت) ډله، چې وړاندې ''په عراق او شام کې اسلامي دولت- داعش'' بلل کېده، په تېرې فبرورۍ میاشت کې د سوریې ''الرقه'' ښار کې هم ورته ویناپاڼې خپرې کړې وې، او له مسیحیانو یې غوښتي وو چې د ساتنې په مقابل کې باید جزیه ورکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، په موصل کې بېلابېلې ډلې اوسېږي، چې لس کاله مخکې پکې د مسیحیانو شمېر ۱۰۰ زره و، خو په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا تر یرغل وروسته پر مسیحیانو تر بریدونو ډېرېدو وروسته د دوی شمېر کم شو.

ځینې شمېرې ښيي، وړاندې له دې چې تېره میاشت داعش دغه ښار ونیسي، په موصل ښار کې د مسیحیانو شمېر نژدې پنځه زره کسان و، خو زیاترو یې له ښاره پښې سپکې کړې دي او یوازې ۲۰۰ مسیحیان هلته پاتې شوي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې داعش د سوریې الرقه ښار کې هم مسیحیانو ته خبرداری ورکړی و

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په تېره فبرورۍ میاشت کې داعش د سوریې الرقه ښار کې هم مسیحیانو ته خبرداری ورکړی و
داعش ډله په عراق او سوریه کې اسلامي حکومت غواړي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، داعش ډله په عراق او سوریه کې اسلامي حکومت غواړي
د عراق شیعه پوځ کې ښځینه وو هم د داعش پرضد ټوپک راخیستي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د عراق شیعه پوځ کې ښځینه وو هم د داعش پرضد ټوپک راخیستي
د داعش د بریدونو له کبله ګڼ عراقیان له موصل وتلي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د داعش د بریدونو له کبله ګڼ عراقیان له موصل وتلي