د عراق پوځ د تکریت د بیرته نیولو عملیات پیل کړل

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق پوځ وایي د سني اروپکو نه یې د شمالي تکریت ښار د بېرته نیولو په موخه پراخ عملیات پیل کړي دي.
د ټانکونو او هوايي ځواک په ملاتړ زرګونه پوځیان هڅه کوي چې د داعش تر مشرۍ لاندې یاغیان له تکریت ښاره بهر کړي.
یاغیانو تکریت او د موصل ښار دوه اوونۍ مخکې د چټکو عملیاتو په ترڅ کې ونیول.
یاغیانو د شمال او لوېدځ لور ته پراخې سیمې نیولې دي.
د عراقي پوځي سرچینو ویلي چې د تکریت عملیات له امریکايي پوځ سره په همغږۍ کې پر مخ وړل کېږي.
که څه هم امریکا تایید کړې چې په عراق کې د امریکایي وګړو خوندیتوب لپاره له بې پیلوټه الوتکو کار اخلي خو امریکايي چارواکي وايي چې د دوی پوځیان په جګړه کې نیغ په نیغه ښکیل نه دي.
بل خوا د عراق مخور شیعیه ملا ایت الله سیستاني په هېواد کې د سیاسي بحران د مخنیوي په خاطر غږ کړی چې تر سې شنبې پورې دې صدراعظم وټاکل شي.
ایت الله سیستاني وویل د نوي پارلمان له جوړېدو مخکې باید پر مهمو دولتي څوکېو موافقه وشي.
پر عراق د یوه ملي متحد حکومت جوړولو لپاره فشارونه په ډېریدو دي.
صدراعظم نوري المالکي د دریمې دورې غوښتونکی دی خو په دې برخه کې یې سیاسي متحدین لږ دي.
تېښته یا مرګ
په شمالي عراق کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي د جون میاشتې له ۱۱مې راهیسې چې تکریت د داعش یاغیانو لاس ته غورځیدلی حکومت له نږدې ښاره د تيګریس سیند سمارا له خوا ته چیرته چې د یاغیانو د پرمختګ مخه نیول شوی وه د ځوابي عملېاتو تابیا نیسي.
پوځیانو د سني قبیلوي متحدينو او شیعیه اورپکو په ملاتړ په سوېل او لویدیځ کې پرمختګ کړی.
هوايي بریدونو د تکریت په شمال او د ښار په نورو سیمو د پوهنتون په سیمه کې اروپکي په نښه کړي دي.
پوځیانو د پوهنتون د سیمې یوه د جمعې پر ورځ د هوايي بریدونو په پایله کې ونیوله.
د یاغیانو یوه ویاند ویلي چې یوه جنګي الوتکه یې غورځولې ده.
د دغو عملیاتو بریا لا معلومه نه ده او د مرګ ژوبلې په اړه هم کره معلومات نشته.
یوه عراقي چارواکي د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې پرمختګ پڅ دی.
خو د پوځ ویاند برید جنرال صباح فتلوي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي د داعش جنګیالي اوس دوه غوراوي لري "تیښته یا مرګ".
ځایي اوسیدونکي وایي اورپکي اوس هم په سیمه کې ګزمه کوي.
یو اوسېدونکی محمد سېف الدین ويلي دا اوس د پیریانو ښار دی له دې ځایه د جګړې له ویرې خلک په تېښته کې دي.
هغه وویل "یو څه خلک چې په ځای پاتي هغوی د پوځ سره یوځای د شیعیه جنګیالیو د غچ له ډاره په ویره کې دي. مونږ سوله ییز ملکیان یو او نه غواړو چې د دې کړکیچ قربانیان شو."
د پوځ بل ویاند برید جنرال قاسم عطا د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي چې عراقي پوځ اوس د بغداد او سمارا ښارونو تر منځ یو مهم سړک تر خپل کنترول لاندې راوستی.
هغه وویل چې د مهمو اهدافو د نښه کولو لپاره د امریکا سره همغږي لري.
امریکا عراق ته ۳۰۰ پوځي سلاکاران استوي خو وايي چې د دوي له بي پیلوټه او نورو الوتکو نه به په پوځي عملیاتو کې کار نه اخیستل کېږي.
عیسویان
د شمالي عراق د اربیل سیمې ستر پادري بي بي سي ته وویل چې له ۴۰ زرو ډېر عیسویان د موصل سره نژدې د عیسویانو په دوو سترو سیمو کې له خپلو کلو تښتیدلي دي.
بې ځایه شویو د عراق کردستان سیمه کې پناه غوښتې.








