عراق ته امریکايي پوځي سلاکاران ورسېدل

عراق ته امریکايي پوځي سلاکاران ورسېدل

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ۹۰ نور پوځیان بغداد کې د عملیاتي قوماندې د یوه نوي مرکز پر جوړولو بوخت دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، په عراق او شام کې د اسلامي دولت (داعش) جنګیالیو د جګړه ییزې څپې د درېدو په برخه کې د عراقي پوځ د مرستې او همکارۍ لپاره د امریکايي پوځي سلاکارانو لومړنۍ جوپه عراق ته رسېدلې او خپل کار یې پیل کړی.

له ۳۰۰ ځانګړو ځواکونو یې نژدې نیمايي یې د بارک اوباما په امر بغداد ته رسېدلي.

پاتې نور به په څو ورځو کې ورسېږي.

پنتاګان وايي، په تېره سې شنبې، په دوو ډلو کې ۴۰ امریکايي ځواکونو له عراقي پوځ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې همکاري پیل کړه.

۹۰ نور پوځیان بغداد کې د عملیاتي قوماندې د یوه نوي مرکز پر جوړولو بوخت دي.

له دغو ډلو سره په څلورو جوپو کې ۵۰ نور پوځیان هم په راتلونکو څو ورځو کې یوځای کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، عراقیان باید د القاعدې شبکې د اړوندې داعش ډلې د ځپلو لپاره یوموټی شي.

په عراق او شام کې د اسلامي دولت (داعش) جنګیالیو د عراق شمال او لوېدیځ کې ځینې مهم او لوی ښارونه نیولي دي.

کیري بي بي سي ته ویلي کردستان ته د یوې جلا سیمې په سترګه نه ګوري، بلکې د امریکا پر دې دریځ کلک ولاړ دی چې "عراق په یووالي کې پیاوړی دی".
د عکس تشریح، کیري بي بي سي ته ویلي کردستان ته د یوې جلا سیمې په سترګه نه ګوري، بلکې د امریکا پر دې دریځ کلک ولاړ دی چې "عراق په یووالي کې پیاوړی دی".

کېري دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د امریکا د دفاع وزارت "پنتاګون" ویلي، د عراق- سوریې پر سرحدي سیمو د بمبارۍ هېڅ نیت نه لري.

کېري وايي، په عراق کې د روان وضعیت د ختمولو لپاره هېڅ پوځي حل نه شته، باید عراق کې داسې یو حکومت جوړ شي، چې د ولس ټولې پوړۍ پکې ونډه ولري.

جان کېري مخکې د عراق په شمالي اربیل ښار کې له کردي مشرانو سره هم د روان کړکېچ د حل پر لارو چارو غږېدلی دی.

د بي بي سي له کیم غطاس سره په مرکه کې جان کېري وویل "د سیمې هېوادونه باید د داعش وسله والو د شړلو لپاره سره یو شي؛ ځکه دا د نه منلو ده چې یوه ترهګره ډله د یوه هېواد ځینې برخې لاندې کړي، او د حکومتونو مشروعیت ته لوی سرخوږی جوړ کړي".

کله چې له کېري د پوځي ګام اخیستو په باب پوښتنه وشوه، دا هغه ځواب دا و چې کردي مشران "د سیاسي حل د نشتوالي په اړه موافقه ورسره کړې ده".

د الانبار ولایت رمادي ښار کې عراقي ځواکونه د داعش د پرمختګ مخنیوي ته چمتو شوي.
د عکس تشریح، د الانبار ولایت رمادي ښار کې عراقي ځواکونه د داعش د پرمختګ مخنیوي ته چمتو شوي.

دی وايي: "شاید پوځي ګام واخیستل شي، خو ښه دا ده چې د روانې لانجې د حل لپاره سیاسي لاره غوره شي".

کېري وايي، په بغداد او اربیل ښارونو کې یې د خبرو پرمهال داسې وانګیرله چې پخپله عراقیان باید سره یو او خپله ستونزه پخپله حل کړي:

"خبرې اسانه دي، موږ ټول پوهېږو چې عملي کار اغېزناک دی".

خو له سي این این خبري شبکې سره کېري پخپلو خبرو کې ویلي "ښکاره ده چې عراق سره وېشل شوی، اوس د کردي ولس په مخکې د خپل راتلونکي د برخلیک ټاکلو وخت راغلی، موږ د ولس له پرېکړې ملاتړ کوو".

کیري بي بي سي ته ویلي کردستان ته د یوې جلا سیمې په سترګه نه ګوري، بلکې د امریکا پر دې دریځ کلک ولاړ دی چې "عراق په یووالي کې پیاوړی دی".

د داعش پرضد جګړې لپاره بغداد کې ګومارل کېدونکي کسان په کتار کې ولاړ دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د داعش پرضد جګړې لپاره بغداد کې ګومارل کېدونکي کسان په کتار کې ولاړ دي
د الانبار رمادي ښار کې د داعش او حکومتي ځواکونو د خونړیو جګړو شاهد و

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د الانبار رمادي ښار کې د داعش او حکومتي ځواکونو د خونړیو جګړو شاهد و
د تېلو چاڼ کولو مهمه بیجي سیمه د داعش لپاره ستراتیژیک اهمیت لري

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د تېلو چاڼ کولو مهمه بیجي سیمه د داعش لپاره ستراتیژیک اهمیت لري
دلته د اربیل په څېر، د تېلو د کمښت له کبله د تېلو پمپونو ته په کتارونو کې موټر ولاړ دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، دلته د اربیل په څېر، د تېلو د کمښت له کبله د تېلو پمپونو ته په کتارونو کې موټر ولاړ دي