د عراق تېلو چاڼ تر ټولو لوی ښار د حکومت له ولکې ووت

د عکس سرچینه، Reuters
په عراق کې د داعش اسلامپالې ډلې جنګیالیو د تېلو د چاڼ تر ټولو لوی ښار بیجي نیولی دی.
داعش وايي، د بغداد په شمال کې اوس دوی د بیجي بشپړ کنټرول ترلاسه کړی.
بیجي ټیک لس ورځې کلابند شوی و او په تېرو ورځو کې خونړۍ جګړه پکې روانه وه.
عراقي امنیتي سرتېرو څو ځلې د داعش وسله والو د بریدونو مخه نیولې وه.
د دغې ډلې ویاند ویلي، د تېلو چاڼ کولو چارې به د سیمه ییزو قبیلو مشرانو ته وسپارل شي.
دی وايي، د پلازمېنې بغداد پر لور یې د جنګیالیو د بریدونو څپې روانې دي.
د عراق اربیل کې د بي بي سي خبریال جیم مویر وايي، اورپکو ته د نیولو شویو سیمو د ساتنې لپاره د تېلو د چاڼ د سیمې نیول ډېر اهمیت لري، ځکه چې له همدې ځایه باید د موصل ښار د نیولو ولکه ټینګه کړي.
په عراق او شام کې د اسلامي دولت "داعش" ډله د عراق لوېدیځه لیرې صحرا کې چټک پرمختګ وکړ، څلور ښارونه او درې هغه سرحدي بندرونه یې ونیول، چې د بغداد شیعه شیعه له خوا اداره کېدل.
ګردې نړۍ ته خطر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د تېرې دوشنبې په ورځ په بغداد کې له ځینو عراقي سیاسي مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د امریکا متحده ایالتونه به له عراق سره د اورپکو د پرمختګ د څپې درولو په برخه کې همکاري وکړي.
کېري له لومړي وزیر نوري المالکي سره هم وکتل، خو مالکي تر کتنې وروسته د اورپکو د جګړې پراخېدل د ټول هېواد، سیمې او ګردې نړۍ لپاره خطر وباله.
بل خوا، د عراق امنیتي ځواکونه په دیالي ولایت کې د العظیم ښار په بېرته نیولو وتوانېدل، چې تېره اورنۍ د داعش جنګیالیو نیولی و.

د عکس سرچینه، AP
له عراقي ځواکونو سره د بي بي سي مل شوی خبریال وايي، لاهم د ښار د تصفیې عملیات روان دي، او هلته ګڼ ملاتړي ځواکونه هم استول شوي.
امریکا او عراق
په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکايي یرغل له نېټې وروسته دغه هېواد ناامنه شوی، خو په ۲۰۱۱ کال د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته یې امنیت لاپسې خراب شو.
تېره اونۍ امریکا عراق ته د شاوخوا ۳۰۰ پوځي سلاکارانو د استولو اعلان وکړ، چې له عراقي پوځ سره د اورپکو د مخنیوي په برخه کې سلامشورې وکړي.
د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) منلې چې عراق یې سلاکارانو ته حقوقي خوندیتوب ورکړی دی.

د عکس سرچینه، ISIS
د عراق ګاونډي ایران ویليو په عراق کې د امریکا مداخله غندي.داعش
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنئي پر واشنګټن تور لګولی، چې د عراق د بیا لاندې کولو په لټه کې دی.
وړاندې داعش له سوریې سره پر پوله الانبار ولایت کې دوه بندرونه ونیول.
دوی وړاندې د عراق او اردن سرحدي ترایبل بندر هم نیولی و.
د اردن پوځ ویلي، ځواکونه له بندر نه نژدې ۱۸۰ کیلومتره لیرې د هر راز امنیتي خطر پروړاندې تیارسئ ولاړ دي.
وړاندې د داعش جنګیالیو د سوریې ختیځې برخې نیولې وې.








