په عراق کې ''داعش'' دوه نور ښارونه نيولي

په عراق کې داعش جنګيالي وايي د روانو جګړو پر مهال يې د فرات سيند په اوږدو کې دوه نور ښارګوټي او سوريې سره پر پوله يې يو مهم ستراتيژيک ځای نيولی دی.
چارواکو منلې چې مخالفو جنګياليو د قايم ښارګوټي ته څېرمه له عراق نه سوريې ته د اووښتو پر يوه مهمه سرحدي لار خپله ولکه ټينګه کړې.
دوی وايي په دغه جګړه کې چې يوه ورځ روانه وه د عراق او شام اسلامي دولت جنګياليو ۳۰ حکومتي ځواکونه وژلي دي.
مخالف جنګيالي دغه راز وايي چې دوی د راوه او عانه ښارګوټي هم نيولي دي.
خبريالان وايي د فرات سيند په اوږدو کې فعاليتونه به بلاخره د لويديځ له خوا پر پلازمېنه بغدا بريد ته لار هواره کړي.
شنونکي وايي د عراق په لويديځ کې د قايم نيول به د داعش د وسلو له لېږد سره مرسته وکړي، چې د جګړې لوری له شمال نه لويديځ ته واړوي.
د داعش جنګياليو په وروستيو ورځو کې د عراق پراخه خاوره لاندې کړې ده.
داعش دغه راز ادعا کوي چې د عراق د تيلو د تر ټولو ستر چاڼځي بيجي لويه برخه يې نيولې او دغه راز يې په مثنی کې له کاره لوېدلې د کېمياوي وسلو فابريکه هم نيولې ده.
دغه فابريکه د پلازمېنې بغداد د شمال لويديځ لوري په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
د شنبې پر ورځ حکومت يو ځلې بيا دا رد کړه، چې ګواکې ملېشو دې د بيجي چاڼځي يوه برخه نيولي وي، خو دا يې ومنله چې پوځ دغلته د وسلوالو له خونړيو بريدونو سره مخامخ دی.
په داسې حال کې چې له شمال نه پر بغداد فشار ساتل شوی، سني ملېشې اوس چمتووالی نيسي چې د لويديځ له لوري رخنه وکړي.
انبار ايالت تر ډېره قبيلوي دی او داعش جنګيالي وايي دوی دغلته له ځايي قومي مشرانو سره خبرې کوي چې پرته له وينو تويېدو ښارګوټي او کلي وروسپاري.
له جنورۍ مياشتې راهيسې دوی د فلوجې کنټرول په خپل لاس کې اخيستی دی، دغه سيمه له پلازمېن بغداد نه يوازې ۳۰ کيلومتره واټن لري.
داسې بريښي چې ملېشې اوس هڅه کوي فلوجه د فرات له ټولې درې او بغدا د سوريې له پولو سره وتړي او په دې توګه دغه پراخه سيمه د ځان لپاره خوندي کړي.








