پیشمرګه څوک دي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
"پیشمرګه"، یانې "فدایان"، د عراق شمال کې هغه جنګېدونکي کردان دي، چې په وروستیو اونیو کې یې د "اسلامي دولت" جنګیالیو پرضد وسلې راواخیستې.
د "اسلامي دولت" جنګیالي په لومړي سر کې "په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډله" (داعش) په نوم یادېدل، چې ډېر ژر یې د عراق شمال کې ځینې لویې سیمې ونیولې.
پیشمرګه کله وسلې راواخیستې؟
ځینې تاریخپوهان د پیشمرګه د جوړېدو نېټه د نولسمې پېړۍ وروستیو او د شلمې پېړۍ پیل کې له هغه مهال سره تړي، چې تر لومړۍ نړیوالې جګړې او د عثماني خلافت تر سقوط وروسته د قبایلي سرحدي ساتونکو په بڼه لا پسې منظم شول.
د تېرې پېړۍ اویایمه لسیزه کې د کردي ملي غورځنګ او پاڅون تر اعلان وروسته، پیشمرګه ځواکونه لا ډېر فعال شول، او د کردي عامو خلکو په منځ کې یې ډېر نفوذ وکړ؛ ځکه چې د خپلو خلکو د حقونو د دفاع لپاره یې مبارزه کوله.

د عکس سرچینه، BBC World Service
پیشمرګه ځواکونو څو ځلې د عراق له حکومتي ځواکونو سره هم جګړه کړې، خو د کردي بېلابېلو ډلو کورنیو جګړو کې یې هم برخه لرله.
د ۹۰ لسیزې په پیل کې، د عراق په شمال، کردستان ولایت کې د حکومت تر جوړېدو وروسته، هغه مهال چې د کویت تر جګړې وروسته د عراق جنوب او شمال کې پراخه پاڅونونه وشول، پیشمرګه ځواکونه د ولایت د حکومتي بنسټ پرتله پر یوه پوځي قوت واوښتل.
اوس داسې اټکل کېږي، چې ګني د پیشمرګه ځواکونو شمېر ۱۹۰ زرو جنګیالیو ته رسېږي.
د ایران- عراق جګړه او د ۱۹۸۸ کال حلبجه برید
د تېرې پېړۍ نوي یمه لسیزه، او په اتیایمه لسیزه کې د ایران- عراق د جګړې پرمهال، پیشمرګه ځواکونه د عراقي حکومت سرسخته دښمنان شول، چې ډېر کله به یې چریکي او د خپ او ترپ بریدونه کول.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په دې وخت کې د (صدام حسین د واکمنۍ پرمهال) د عراق له پوځ نه زیات شمېر کردي جنګیالي هم ووتل او له پیشمرګه سره یوځای شول.
ځینو مخکنیو کردي جنګیالیو د ایران پرضد د صدام حسین له ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړ، خو ځینو پیشمرګه جنګیالیو له ایراني ځواکونو سره لاسونه خولې خوږې کړې چې ګني ایران به دوی ته د عراق کردستان سیمه ورکوي.
وروسته صدام حسین د "انفال" په نامه د ډله ییزې سزا ورکولو لړۍ پیل کړه، او په کردي سیمو او کلیو کې یې زیاتره وګړي ونیول او یا یې کډو کولو ته اړ کړل.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په ۱۹۸۸ کال د صدام حسین ځواکونه حلبجه ښار ته ننوتل، او هلته یې کیمیاوي وسلې وکارولې، چې نژدې ۵۰۰۰ کسان یې ووژل، په وژل شویو کې زیاتره ماشومان او ښځې وو.
له صدام سره شخړه
د تېرې پېړۍ نوي یمه لسیزه کې له انفال او کیمیاوي بریدونو وروسته، که څه هم ډېره مرګژوبله رامنځ ته شوه، پیشمرګه ځواکونو د خلیج له لومړۍ جګړې وروسته له عراقي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د کویت تر جګړې او پاڅون وروسته، کله چې د هوايي حریم بندیز ولګېد، کردستان د بغداد له حکومت نه یوڅه د خپلواکۍ اخیستو ارامه ساه واخیسته.
خو کورنۍ شخړې پای ته ونه رسېدې او د دوو کردي ډلو (د مسعود بارزاني په مشرۍ د کردستان دیموکرات ګوند، او د جلال طالباني په مشرۍ د کردستان د ملي یووالي ګوند) ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
خو په ۱۹۹۸ کال د واشنګټن د تړون پربنسټ د دواړو جګړه مارو ډلو ترمنځ د سولې تر موافقې وروسته، د امریکا ځانګړو ځواکونو په سیمه کې په خلاص لاس استخباراتي فعالیتونه پیل کړل.
دا له امریکا سره د کردستان لومړنۍ اړیکه او مخامخېدنه وه، دواړو غاړو د صدام حسین په مشرۍ د بغداد د حکومت مخالفت کاوه.
د صدام حسین د نظام تر سقوط وروسته، عراق ته استول شویو امریکايي ځواکونو د پیشمرګه جنګیالیو روزنې ته دوام ورکړ او په سیمه کې یې بېلابېل ګډ عملیات کول.
کله چې جلا ل طالباني د عراق ولسمشر شو، او مسعود بارزاني د عراقي کردستان مشر شو، د کردانو د خپل برخلیک لپاره هیلې وغوړېدې.

د عکس سرچینه، BBC World Service








