امریکا عراق کې پر اورپکو هوايي برید کړی

له سپینې ماڼې څخه په خپله وینا کې ولسمشر اوباما وویل چې "امریکا عراق سره مرستې لپاره راغلې"
د عکس تشریح، له سپینې ماڼې څخه په خپله وینا کې ولسمشر اوباما وویل چې "امریکا عراق سره مرستې لپاره راغلې"

امریکا ویلي چې دوی په عراق کې د اسلامي دولت پر جنګیالیو هوايي برید کړی دی.

پنټاګون ویلي چې د دوی جنګي الوتکو د برید په ترڅ کې د اسلامي دولت د ډلې هغه توپخانې په نښه کړې چې د کردي ځواکونو پر ضد کارېدلې.

ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې پر ورځ د اسلامي دولت پر جنګیالیو د هوايي بریدونو اجازه ورکړې وه خو ویلي يې وو چې عراق ته به بیا ځواکونه نه لېږي.

د اسلامي دولت سني ډلې چې پخوا د آیسیس په نامه یادېده د عراق او سوریې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.

اسلامي دولت د جون په میاشت کې د موصل ښار تر خپلې ولکې لاندې راوست.

تر دې وړاندې، تېره اونې د دوی جنګیالیو عراق کې د عیسویانو تر ټول ستر ښار قرقوش قبضه کړ.

د اسلامي دولت پرمختګ د یزیديانو ټولنې لږکیو لس ګونه زره خلک له خپلو کورونو وتلو او په یوه نږدې غره کې پناه اخیستلو ته اړ کړي دي.

د پنټاګون په اعلامیه کې راغلي چې امریکا د دوو (ایف اې ۱۸) جنګي الوتکو پر مټ ایربل ته څېرمه د اسلامي دولت پر ګرځنده توپخانو ۲۰۰ کیلوګرامه بمونه غورځولي دي.

ایربل د عراق هغه سیمه ده چې امریکايي پرسونل په کې ځای پر ځای دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي چې نړۍ باید د اسلامی دولت د ډلې له خوا د را منځ ته شوي خطر پر وړاندې ویخ شي.

نوموړي وویل: "د دغه ډلې له خوا د یزیدي او عیسوي لږکیو د بې ګناه وګړو پر وړاندې ترهګریز کمپاین او ناوړه هدفي تاوتریخوالی د ټولوژنې د خطر زنګ دی".

د پنجشنبې پر ورځ له سپینې ماڼې څخه په خپله وینا کې ولسمشر اوباما وویل چې: "امریکا عراق سره مرستې لپاره راغلې".

نوموړي د اسلامي دولت پر جنګیالیو تور پورې کړ چې دوی په سیستماتيک ډول ډلې ډلې خلک وژني.

په ورته وخت کې ښاغلي اوباما اعلان وکړ چې د عراقي حکومت د غوښتنې پر بنسټ د امریکا پوځي الوتکو د یزیدي ټولنې بې ځایه شويو خلکو ته د هوا له لارې خواړه او اوبه رسولي دي.

بریتانیې او فرانسې هم د بشري مرستو ژمنه کړې ده. بریتانیا عراق ته سملاسي د ۸ میلیون ډالرو بېړنیو مرستو رسولو غږ کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې دوی د عراق په شمال کې د بندو پاتې شوو خلکو د ویستلو لپاره د بشري لارې د پرانیستلو هڅه کوي.