اوباما پر عراق د هوايي بريدونو اجازه ورکړې

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشر بارک اوباما ويلي د عراق په شمال کې يې د اسلامپالو جنګياليو پر ضد د هوايي ځواک کارولو اجازه ورکړې، خو هغه مهال چې د متحد ايالاتو ګټې تر ګواښ لاندې راشي.
ښاغلي اوباما ويلي دغه هوايي ځواک به د مذهبي لږکيو د وژنې د مخنيوي لپاره هم کارول کېږي.
خو له دې سره سره ولسمشر اوباما ويلي، چې عراق ته به بېرته امريکايي ځواکونه و نه لېږي.
امريکا لا له وړاندې هغو سيمو ته د هوا له لارې بشري مرستې غورځولي، چې د اسلامي دولت ډلې تر کنټرول او ګواښ لاندې دي.
اسلامي دولت ډلې چې مخکې په داعش مشهوره وه د عراق د مسيحيانو تر ټولو ستر ښار قرقوش قبضه کړی او اوسېدونکي يې له ښاره په تېښته دي.
ولسمشر اوباما د پنجشنبې پر ورځ په سپينه ماڼۍ د ملي امنيت له سلاکار سره له غونډې وروسته وويل امريکايي الوتکو يزيدي لږکيو ته خواړه او اوبه ورغوځولي دي.
د دغې ټولنې وګړي وروسته له هغه غرونو ته وتښتېدل، چې اسلامي دولت ډلې جنګياليو د سېنجار ښار ونيو.
چارواکو خبرداری ورکړی که يزدي لږکي همداسې په غرونو کې پرېښودل شي نو له لوږې او تندې سره به مخامخ شي او د اسلامي دولت جنګيالو له لوري به ووژل شي.
ولسمشر اوباما وويل: ''متحد ايالات نه شي کولای هر وخت چې په نړۍ کې کړکېچ رامنځته کېږي، مداخله وکړي''.
خو ويلي يې دي امريکا به په پټو سترګو د تاوتريخوالي ننداره و نه کړي هغه هم چې په ويروونکې کچه وي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د عراق حکومت ترې د مرستې غوښتنه وکړي.
ده وويل: ''موږ په پوره پاملرنې او مسووليت سره ګام پورته کوو، چې د ټولوژنې د بالقوه کړنو مخه ونيسو''. زياته يې کړه. ''نن امريکا مرستې ته وردانګي''.
ده وويل د امريکا هوايي ځواک به د اسلامي دولت پر هغو جنګياليو او کاروانونو بريد وکړي چې د اربل ښار پر لوري روان دي، ځکه دغلته امريکايي دپلوماتان او پوځي سلاکاران مېشت دي.
ښاغلي اوباما ويلي که اړتيا وي هوايي ځواک به د هغو عراقي ځواکونو هوايي ملاتړ وکړي، چې د سېنجار کلابندي ماتوي او دغلته ايسار خلک ژغوري.
ده زياته کړه دوی به د هغو معتدلو ځواکونو ملاتړ وکړي، چې عراق ته ثبات راولي.








