بغداد کې ځانمرګي بريد ۲۱ کسان وژلي دي

د عکس سرچینه، AP
په عراق کې پوليس او روغتيايي چارواکي وايي په پلازمېنه بغداد کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي په دغه بريد کې لږترلږه پنځه پوليس وژل شوي او د ۱۳ ملکيانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړای شوي دي.
راپورونه ښيي چې د وژل شويو ډیری يې د کاظميه په ولسوالۍ کې د شيعه ګانو د يوه زيارت پر لوري روان و.
عراق په وروستيو کې د ناکراريو لوړې څپې تجربه کوي.
په دغه ځای کې د موسی الخادم زيارت دی چې ډېری مسلمانان يې زيارت کولو ته ورځي.
حکومت د عراق او سوريې اسلامي دولت ډلې داعش سره په جګړه بوخت دی چې يو شمېر ښارونه او د هېواد شمال لويديځ يې نيولی دی.
د فلوجې بمباري
په يوه جلا پېښه کې د عراق له فلوجې ښار سره نژدې په يوه هوايي بريد کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د عراق حکومت له تېرو څو مياشتو راهيسې دغلته له وسلوالو مخالفينو سره په نښتو کې کېوتی دی.
د عراق او سوريې اسلامي دولت داعش په جون مياشت کې د عراق دویم ستر ښار موصل ونيوه.
دوی له هغه راهيسې په شمال لويديځ کې څو نورې مهمې سيمې او دغه راز د پلازمېنې بغداد شاوخوا سيمې هم نيولې دي.
د عراق په اوسنۍ جګړه کې فرقه ييز رنګ زيات ليدل کېږي او دغلته کردان، سنيان او شيعه ګان له يو بل سره کېوتي دي.
د شيعه ګانو په مشرۍ حکومت اوس د داعش له سني جنګياليو او نورو سني وسلوالو ډلو سره لاس او ګرېوان دی.








