پاپ د اسلامي نړۍ له مشرانو د ترهګرۍ غندل غوښتي

د عکس سرچینه، .
پاپ فرانسیس د نړۍ له ټولو اسلامي مشرانو د اسلام په نامه د ترهګریزو اعمالو د ښکاره غندلو غوښتنه کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې له ترکیې نه د ستنېدا پرمهال له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
دی وايي، په دې تړاو یې له ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم د تېرې جمعې پر ورځ ځانګړې خبرې درلودې.
پاپ ویلي:"ولسمشر اردوغان ته مې وویل، دا به ډېر ښه کار وي چې د نړۍ په ګوټ ګوټکې د ټولو اسلامي هېوادونو مشران ـ هغه که سیاسي مشران وي یا دیني او اکاډیمیک، ترهګریز اعمال وغندي."
پاپ ویلي، خواشیني پر دې دی چې په نړۍ کې د اسلام او ترهګرۍ ترمنځ په ظاهره تړاو ورکول کېږي.
ده پر هغو کسانو کلکه نیوکه کړې ده، چې وايي،"ټول مسلمانان ترهګر دي."

د عکس سرچینه، AP
د کاتولیکې کلیسا مشرانو وړاندې د اسلامي مشرانو له خوا په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" مخکني (داعش) د کړنو د ښکاره غندلو غوښتنه کړې وه. پاپ ترکیې ته د خپل سفر په ردشل کې څو ځلې پر "اسلامي دولت" ټینګې نیوکې وکړې، او په منځني ختیځکې یې له مسحیانو سره د ناوړه چلند ختمېدو غوښتنه هم وکړه.
پاپ د ارتودوکس مسیحیانو له مذهبي مشر بطریرک بارتولومیو سره په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي:"اسلامي دولت نه شي کولی چې منځنی ختیځله مسیحیانو څخه پاک کړي."
په اعلامیه کې دا هم راغلي :"د هغه څه په اړه سخت خواشیني یو، چې په عراق، سوریه او ټول منځني ختیځکې روان دي."
بطریرک بارتولومیو د نژدې ۲۵۰ میلیون ارتودوکس مسیحیانو مذهبي مشر ګڼل کېږي.
د ترکیې پلازمېنه استانبول په ۱۴۵۳ کال کې د عثماني خلافت د واکمنۍ تر پیلېدا پورې د ارتودوکس مسیحیانو پلازمېنه وه.
د ترکیې په شاوخوا ۸۰ میلیون مسلمانو وګړو کې دا مهال ایله ۱۲۰ یې زره لږکي مسیحیان دي.

د عکس سرچینه، AP
د مسیحیانو دغه مذهبي مشر په اوکراین کې د سولې راتلو غوښتنه هم کړې ده، او هلته یې له ښکېلو غاړو د سولې پر سر د خبرو لپاره د مخامخ کښېناستو غوښتنه کړې. په اوکراین کې د بېلابېلو اختلافونو او شخړو له کبله د کاتولیکو او ارتودوکس مسیحي ټولنو ترمنځ هم ترینګلتیا رامنځ ته شوې ده.
پاپ د تېرې شبنې په ورځ د ترکیې ېهغه زرغون جومات ته هم ورغی، چې د عثماني خلافت په پېر کې له مشهورو معماریو څخه ګڼل کېده، همداشان نوموړی هغې ایاصوفیا ته ورغی، چې د ټیک زرو کلونو لپاره د ارتودوکس مسیحیانو کاتدرایه وه.
ایاصوفیا د عثماني خلافت پرمهال د ۵ پېړیو لپاره جومات و، چې اوس موزیم پکې جوړ شوی دی.








