"امریکا د اسلامي دولت ډلې په ځپلو کې پاتې راغلې"

د عکس سرچینه، afp
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي، د امریکا لخوا له تېرو دوو میاشتو راهیسې پیل شوي هوايي بریدونه د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلې.
نوموړي له لبناني تلویزون سره په مرکه کې ویلي، د دغې ډلې د ځپلو یوازنۍ لار دا ده، چې په وینا یې ترکیه اړه کړل شي، چې د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره خپلې پولې کلکې کړي.
ښاغلي معلم د ترکیې له خوا د سوریې پر شمال د نه الوت سیمې د رامنځته کولو وړاندیز وغانده او ویې ویل، چې دغه راز یو ګام به د سوریې د وېش لامل شي.
ترکیه له سوریې هېواد سره شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
امریکا او د دغه هېواد ایتلافیانو په عراق او سوریې کې د "اسلامي دولت" وسله والې ډلې پر جنګیالیو خپل بریدونه روان ساتلي.
خو د سوریې په شمال کې د امریکا له خوا ملاتړ کېدونکو ډلو د 'اسلامي دولت' ډلې او د سوریې حکومت ته تر خپلې ولکې لاندې سیمې په پرله پسې ډول له لاسه ورکړې دي.
د"اسلامي دولت" ډله د سوریې او عراق ډېرې برخې په خپل واک کې لري.
له دې وړاندې د سوري فعالانو ویلي و، د "اسلامي دولت" ډلې خلاف د امریکا په مشرۍ ایتلاف هوايي بریدونو کې، له پنځه نیم سوه ډېر کسان وژل شوي، چې وايي، ډېری یې اورپکي دي.
امریکا د ملګرو هېوادونو او عربي هېوادونو په همکارۍ یې په سوریه کې د "اسلامي دولت" پرضد بمبارۍ پیل کړې.
د رپوټونو پر بنسټ په نښه شوو ځایونو کې د "اسلامي دولت" لوژستیکي او د سونتوکو او وسلو زېرمې او پوځي روزنځایونه په نښه شوې.

د عکس سرچینه، AFP
همدا رنګه په رپوټونو کې راغلي و، چې د دغې ډلې د مشرانو د اوسېدو ځایونه هم بمبار شوي.
خبریالانو ویلي وو، چې د "اسلامي دولت" پر وړاندې په عراق کې هوايي بریدونه په سوریه کې د دغې ډلې پر ضد له بریدونو سره توپیر لري.
لومړي بریدونه د عراقي حکومت په غوښتنې او موافقې وشول، خو د تازه بریدونو په اړه بیا د سوریې حکومت هېڅ وړاندیز نه و کړی.
سوریه د "اسلامي دولت" پر وړاندې د نړیوال ایتلاف غړیتوب نه لري.








