سوریه کې د زهرجن ګاز د کارېدو ادعاوې شوي

د عکس سرچینه، RIA Novosti
په سوریې کې حکومت او مخالفینو یو بل تورن کړي چې د تېرې جمعې په ورځ یې پر یوه کلي په برید کې زهرجن ګاز کارولی دی.
د سوریې دولتي تلویزیون ویلي چې د النصرت ټلوالې د حما ولایت پر کفرزیتا کلي په برید کې دوه کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
خو مخالفې ډلې د ډاکټرانو له خولې ویلي چې دولتي الوتکو زهرجن ګاز استعمال کړی دی.
په خپلواکه توګه د واړو خواوو ادعاوې نه دي تایید شوي.
په همدې حال کې په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډلې چارواکی رامي عبدالرحیم وايي د سوریې دولتي الوتکو د کفرزیتا پر کلي په بیلرونو کې چاودیدونکي توکي وغورځول چې یو ډول لوګی يې خپاراوه او خلک یې مسموم کړل.
خو دولتي تلویزیون برعکس ادعا کوي او د برید پړه یې پر النصرت ټلوالې اچولي ده.
دولتي تلویزیون ویلي چې داسې معلومات لري چې وايي نوموړې ډلې پر دوو ښارګوټو د بریدونو پلان درلود.
د سوریې دولتي تلویزیون په دې برید کې د دوو کسانو د وژل کېدو او ۱۰۰ نورو مسمومېدو خبر ورکړی دی.
دغه راز د العربیه تلویزیوني شبکې رپوټ ورکړی چې د تېرې جمعې په ورځ د دمشق په شمالي څنډو کې یو شمېر خلک په زهرجن ګاز مسموم شوي دي.
د یوې جګړه مارې ډلې له خوا ویل شوي چې خلک وروسته له هغه مسموم شول چې د زهرجنو ګازو بمباري پرې وشوه.
تېرکال د اګست په میاشت کې د کیمیاوي وسلو په یوه برید کې چې له پلازمېنې دمشق سره نژدی وشو سلګونه کسان ووژل شول.
امریکا او متحدینو یې د دې برید پړه د سوریې پر حکومت واچوله او نژدي و چې لوېدیځ هېوادونه د ولسمشر بشارالاسد پرضد هوايي بریدونه وکړي.
خو دمشق د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره رد کړه او پړه یې پر یاغیانو واچوله.
وروسته د سوریې حکومت ومنله چې خپلې کیمیاوي وسلې له کاره وباسي.








