"اسلامي دولت" ۱۵ عراقي پوله ساتونکي وژلي

عراقي ځواکونه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عراقي ځواکونه د ''اسلامي دولت'' له ډلې سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په جګړې بوخت دي.

رپوټونه وايي، د "اسلامي دولت ډلې" له سوریې سره پرپوله الولید ښار کې ۱۵ عراقي پوله ساتونکي وژلي دي.

یوه لوړپوړي عراقي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، وسله والو د الانبار ولایت په الولید سرحدي ښار کې پر پوله ساتونکو برید کړی دی.

الولید ښار کې د تګ راتګ ځای له عراق او سوریې دواړو نه لیرې نقطه ده، چې پر شاوخوا سیمو یې د "اسلامي دولت" جنګیالي واکمن دي.

په دې برید کې پنځه نور ساتونکي ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره سوریې ته وړل شوي.

پر همدې مهال، د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندې مرکز اعلان وکړ، چې له تېرې جمعې ورځې راهیسې یې په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پر مرکزونو ۵۵ ځلې بمباري کړې ده.

سرچینه وايي، یوازې سوریه کې یې ددغې ډلې پر مرکزونو ۲۷ بریدونه کړي او پاتې نور ۲۸ یې په عراق کې کړي دي.

بریدونه د "اسلامي دولت" پر ودانیو، مرکزونو، ټانکونو او د جګړې د قوماندې پر مرکزونو او پوستو شوي دي.

امریکا وايي، په دغو بریدونو کې د "خراسان" ډله هم په نښه شوې، چې ویل کېږي، له "القاعدې" شبکې سره تړاو لري.

خوشحالي

د الولید په سوېل ختيځ کې ۸۰ کیلومتره لیرې د الرطبة ښار یوه قومي مشر ویلي، جنګیالیو وسلې او مهمات هم نیولي، چې الرطبة ښار ته یې ولېږدول، چې په خوشحالۍ یې هوايي ډزې هم کولې.

دا وروستی برید داسې مهال شوی، چې په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي یوازې د تېرې نومبر میاشتې په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو عراقیانو شمېر ۱۲۳۲ او د ټپي شویو هغو ۲۴۳۴ اعلان کړی،

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا وروستی برید داسې مهال شوی، چې په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي یوازې د تېرې نومبر میاشتې په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو عراقیانو شمېر ۱۲۳۲ او د ټپي شویو هغو ۲۴۳۴ اعلان کړی،
په تېر اکتوبر کې بیا په عراق کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۷۳ اعلان شوی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په تېر اکتوبر کې بیا په عراق کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۷۳ اعلان شوی.

د "اسلامي دولت" ډله د عراق او سوریې ترمنځ پر زیاترو هغو سرحدي سیمو واکمنه ده، چې ددغو هېوادونو ترمنځ د تګ- راتګ لارې ګڼل کېږي.

دوی دغه سیمې له تېر جولای راهیسې د عراق د پراخو شمالي او لوېدیځو سیمو تر نیولو وروسته تر خپلې ولکې لاندې راوستلې.

بل خوا، د بغداد په شمال شیعه مېشته (بلد) سیمه کې د ولسي خلکو پر یوه استوګنځي او د ولسي بازار د هاون د مرمیو لګېدو لږترلږه ۸ کسان وژلي دي. امنیتي سرچینې وايي، په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم دی، او ۲۰ نور کسان ټپیان شوي.

د عراق په بېلابېلو سیمو کې د "اسلامي دولت" او عراقي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

دا وروستی برید داسې مهال شوی، چې په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي یوازې د تېرې نومبر میاشتې په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو عراقیانو شمېر ۱۲۳۲ او د ټپي شویو هغو ۲۴۳۴ اعلان کړی،

دغه چارواکي ويلي، چې په دغو وژل شویو کې لږترلږه ۲۹۶ عراقي او کردي پوځيان او د دوی د ملاتړو ملېشو جنګیالي دي.

خو په تېر اکتوبر کې بیا په عراق کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۷۳ اعلان شوی.