سوري فعالان: رقه کې حکومتي پوځ ۹۵ ولسي وګړي وژلي

فعالان وايي، د رقې موزیم ته څېرمه مشهور مارکیټ هم بمبار شوی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، فعالان وايي، د رقې موزیم ته څېرمه مشهور مارکیټ هم بمبار شوی.

سوري فعالانو ویلي، د ''اسلامي دولت'' تر ولکې لاندې پر شمالي رقه ښار د بشارالاسد ځواکونو بمبار کړی، چې ۹۵ ولسي وګړي یې وژلي دي.

بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، پر دغه ښار دوه ځلې بمبار شوی، چې په بمبار شویو سیمو کې یوه هم صنعتي سیمه ده.

سوري حکومت او د امریکا په مشرۍ ایتلاف پر رقه ښار څو ځلې بمبار کړی، چې ظاهراً یې هدف د 'اسلامي دولت' جنګیالي په نښه کول وو.

رقه د 'اسلامي دولت' د جنګیالیو ځواکمن سنګر ګڼل کېږي.

فعالان وايي، په بمبارۍ کې زیاتره وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.

'د رژیم ټولوژنه'

د تېرې سې شنبې پر ورځ سوري څارونکو ویلي، سوري پوځ د رقې موزیم ته څېرمه یو مشهور مارکیټ او یوه صنعتي سیمه په نښه کړې ده، چې ترڅنګ یې دوو زورورو چاودنو ګڼ کسان وژلي دي.

د سوري فعالانو د سازمان مشر رامي عبدالرحمن اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي: ''لومړۍ چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې پر سیمه شوې، کله چې خلک د ټپیانو او مړو پر لېږدولو بوخت شول، بل برید وشو.''

فعالانو ویلي، په بمبار کې یو شمېر ماشومان هم وژل وي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، فعالانو ویلي، په بمبار کې یو شمېر ماشومان هم وژل وي.
په یوه برید کې د رقې ښار د یوه جومات مناره ویشتل شوې او راغورځول شوې ده

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په یوه برید کې د رقې ښار د یوه جومات مناره ویشتل شوې او راغورځول شوې ده

سیمه ییزو همغږو کمېټو ویلي، پر رقې ښار ټول ټال نهه ځلې بمباري شوې، چې لږترلږه ۸۷ کسان یې وژلي، چې په وژل شویو کې ماشومان هم دي. لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د 'اسلامي دولت' له خوا پر انټرنېټ یوه خپره شوې وېډیو کې ښودل شوې چې اوروژونکي پر ګڼو موټرو لګول شوی اور وژني، او له صحنې نه امبولانسونه مړي او ټپیان لېږدوي.

مسکو مېشتي فعال ابو ابراهیم الرقوي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي: ''دا تر اوسه په رقه ښار کې د اسد د رژيم تر ټولو ناشولته ټولوژنه ده.''

په وروستیو میاشتو کې سوري حکومت او د امریکا په مشرۍ ایتلاف پر رقې ښار بمبارۍ کړې دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په وروستیو میاشتو کې سوري حکومت او د امریکا په مشرۍ ایتلاف پر رقې ښار بمبارۍ کړې دي

سوري فعالان وايي، د تېرې سپتمبر پر ۶، پر دغه ښار بمباریو لږترلږه ۵۳ کسان ووژل، چې ۳۴۱ یې ولسي وګړي وو.

رقه هغه یوازېنی مرکز دی، چې له ۲۰۱۱ راهیسې د اسد د رژيم پرضد د پیل شوي پاڅون په اوږدو کې د حکومت له لاسه وځي.

د لوېدیځ په ملاتړ د سوري حکومت مخالفینو د ۲۰۱۳ په مارچ میاشت کې د رقې ښار ونیو، خو په تېره جنورۍ کې 'اسلامي دولت' پر دغه ښار واکمن شو.

په تېر جون کې جهادي ډلو رقه ښار د خپل خلافت لپاره مرکز اعلان کړ.