سوريه: اسلامي دولت د 'طبقه' هوايي ډګر نيولی

د عکس سرچینه، n
فعالين وايي د اسلامي دولت جنګياليو د سوريې د حکومت پر يوې مهمې هوايي اډې خپله ولکه ټينګه کړې ده.
د طبقه هوايي ډګر د رقه په ولایت کې د بشار الاسد د حکومت وروستی پاتې مظبوط سنګر و.
حکومتي تلويزيون تاييد کړې چې سوري ځواکونه له دغې هوايي اډې وتلي. راپورونه وايي د تېرو څو ورځو جګړو پر مهال د دواړو غاړو سلګونه کسان وژل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي له هغه راهيسې چې درې کاله وړاندې په سوريه کې جګړه پيل شوه د سږ کال تر اپريل مياشتې پورې له ۱۹۱۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.
اسلامي دولت چې په (داعش) مشهور دی په وروستيو مياشتو کې يې د سوريې د ختيځ او د عراق پراخې شمالي سيمې لاندې کړې دي.
د امريکا متحد ايالات په عراق کې د دغې ډلې پر وړاندې محدود بريدونه کوي، خو په سوريه کې يې د داعش پر هدفونو بريدونه نه دي کړي.
په بريتانيا کې مېشته د سوريې د بشري حقونو څار ډله چې له مخالفينو سره اړيکي لري وايي، د هوايي ډګر شاوخوا جګړه روانه ده، خو وايي دغه اډه د اسلامي دولت تر ولکې لاندې ده.
د څار دغه ډله وايي د هوايي ډګر شاوخوا کې د څو ورځو جګړو په پايله کې د اسلامي دولت او حکومتي ځواکونو سلګونه کسان وژل شوي دي.
حکومتي رسنۍ وايي وروسته له هغه چې سوري ځواکونو دغه هوايي اډه پرېښوده، د حکومت جېټ جنګي الوتکو پرې هوايي ګوزارونه وکړل.
د طبقه هوايي اډه د رقه له ښار نه کابو ۴۵ کيلومتره لرې پرته ده، چې ويل کېږي لسګونه جنګي الوتکې، څرخکې، ټانکونه او توپونه په کې دي.
شنونکي وايي د دغې هوايي اډې له لاسه وتل د سوري حکومت د وړتياوو لپاره چې د هېواد شمال ته هوايي ځواک وغځوي، لويه ظربه ده.








