م.م: ژمي کې ۱۲ میلیون سوري وګړي مرستې ته اړ دي

آموس وايي، په سوریه کې د جګړې له کبله ښوونځي ته د ماشومانو د تګ کچه ۴۰ سلنه رالوېدلې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، آموس وايي، په سوریه کې د جګړې له کبله ښوونځي ته د ماشومانو د تګ کچه ۴۰ سلنه رالوېدلې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، په سوریه کې راتلونکی ژمی څه باندې ۱۲ میلیون وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په ملګرو ملتونو کې د بشري چارو مسؤولې والیري آموس د امنیت شورا غونډې ته ویلي، له ترکیې او اردن نه سوریې ته د بشري مرستو کاروانونو د هغو سوري وګړو پر ژوند مثبت اغېز کړی، چې په جګړه کې ګیر پاتې دي، خو لاهم ډېری مرستې وسي وګړو ته نه دي رسېدلې.

آموس پر مرستندویو هېوادونو غږ کړی، چې د سوري حکومت په موافقه دې بشري مرستې هلته ورسوي.

ملګري ملتونه وايي، په سوریه کې وضعیت تر بد بدتر شوی دی.

آموس زیاتوي، د سوریې اقتصاد مخ پر ځوړ شوی، چې د ۲۰۱۱ کال له شخړې پیلېدو راهیسې هلته د دغه هېواد اقتصاد ۴۰ سلنه لوېدلی دی.

دا وايي، دا مهال درې پر څلور سوري وګړي په فقر کې ژوند کوي، او ښوونځیو ته د تلو کچه ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، پر سوري حکومت او وسله والو مخالفینو غږ کړی، چې په دې هېواد کې د ولسي وګړو لپاره د مرستو لړۍ پرېږدي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، پر سوري حکومت او وسله والو مخالفینو غږ کړی، چې په دې هېواد کې د ولسي وګړو لپاره د مرستو لړۍ پرېږدي.

د نړیوالو رپوتونو له مخې، په سوریه کې ۷،۶ میلیون کسان بې د سرپناه لپاره ځای نه لري، ۳،۲ میلیونه نورو کسانو ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده.

شمېرې ښيي دا په معاصر تاریخ کې تر ټولو ډېره بې ځایه کېدنه ده.

آموس شک ښودلی، چې ګني ملګري ملتونه لاهم په سوریه کې د بشري مرستو اړتیاوې په پام کې نه دي نیولې، په تېره بیا د هېواد په جګړه ځپلو سیمو کې د شاوخوا ۲۱۲ میلیون کسانو غم هېچا هم نه دی خوړلی.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې ۷،۶ میلیون وګړي په سوریه کې بې سرپناه دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې ۷،۶ میلیون وګړي په سوریه کې بې سرپناه دي.

دا وايي، ۱۸۵۵۰۰ داسې کسان دي، چې د سوري پوځ تر واک لاندې سیمو کې کلابند شوي، خو ۲۶۵۰۰ نور وګړي بیا د حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې سیمو کې ایسار پاتې دي.

هغې له مرستندویو هېوادونو په ټنیګه غوښتي، چې د خلکو مخ پر زیاتېدونکې اړتیاوې پوره کړي.

بل خوا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، پر سوري حکومت او وسله والو مخالفینو غږ کړی، چې په دې هېواد کې د ولسي وګړو لپاره د مرستو لړۍ پرېږدي.

د ساړه ژمي په راتلو سره سلګونه زره ماشومان د تودېدو ځای نه لري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ساړه ژمي په راتلو سره سلګونه زره ماشومان د تودېدو ځای نه لري.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې جګړې او ویجاړیو د سوریې اقتصاد ۴۰ سلنه راټیټ کړی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له ۲۰۱۱ کال راهیسې جګړې او ویجاړیو د سوریې اقتصاد ۴۰ سلنه راټیټ کړی.