حلب ښار کې بمبارۍ ۳۳ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
سوري فعالان وايي چې د حکومت د مخالفانو تر کنټرول لاندې حلب کې بمبارۍ لږترلږه ۳۳ کسان وژلي دي.
تېره ورځ دغه برید د حلب ښار پر یوه ښوونځي وشو، چې په وژل شویو کې ۱۰ ماشومان هم دي.
په سوریه کې د بشري حقونو څآرونکي وايي، برید د خلکو د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې شوی.
د تېرې چارشنبې په ورځ د سوریې جنګي الوتکو د حلب ښار په سوېل کې پر یوه ښوونځي بمبار وکړ، چې د یونیسف له سخت غبرګون سره سوري حکومت مخامخ شو.
یونیسف په یوه اعلامیه کې دغه برید په سختو ټکو غندلی "په ړندو سترګو دغه برید هر ډول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي، په دې ورځو کې ورته بریدونه بیخي ډېر شوي دي".
د حلب ښار ځینې سیمې لاهم د حکومت مخالفو تر ولکې لاندې دي، چې له تېر دسمبر میاشتې راهیسې پر دغې سیمې د حکومت له لوري ګڼ بریدونه شوي.
په دې بمباریو کې له [بیلري] بیرلي بمونو هم ګټه اخیستل شوې ده، چې تر ډېره په کې میخونه، تېرې اوسپنې او سوځوونکي مواد کارول کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service




