بروکسېل کې لاریون په تاوتریخوالي اوښتی

د عکس سرچینه، Getty
زرګونه کارګرو د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې د حکومت پر ضد لاریون کړی.
پولیسو د اوښکو بهوونکي ګاز او اوبو په زور لاریون کوونکي خپاره کړي دي.
دغه لاریون په ټولیز ډول سوله ییز و خو په پای کې لاریون کوونکو څو موټرو ته اور ورته کړ.
کارګرو د سړکونو د غاړې تیګې را ما تې کړې او پر پولیسو یې ګوزارونه کړي دي.
د دغه لاریون د تاوتریخوالي په پای کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
د بلجیم دولت په پام کې لري چې د تقاعد کیدو عمر لوړ کړي، د کارکوونکو مزدوري ثبت کړي او عمومي خدمتونو کې کمښت را ولي.
د دغه پروګرام په غبرګون کې د کارګرو ټولنې اعتصاب کړی او په مظاهرو یې لاس پورې کړی.
د پنجشنبې ورځې لاریون په بلجیم کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی لاریون و.

د عکس سرچینه، Reuters
سلګونه زرهکسانو په دغه لاریون کې برخه اخیستې وه.
د بروکسېل ښار یو میلیون او سل زره تنه وګړي لري او د بلجیم د نفوسو شمېر شاوخوا ۱۱ میلیونه دی.
د بلجیم لومړي وزیر چارلز میشل د کارګرو له مشر سره خبرې پیل کړې.








