د بلجیم پاچا البېرټ واک خپل زوی ته پرېښود

د بلجیم پاچا دویم البېرت نن له خپلې دندې لاس په سر شو او شاهي تاج به د خپل زوی فلیپ پر سر کېښود.
نهه اویا کلن البېرت ویلي تر شل کلونو پاچاهي وروسته اوس د زړښت احساس کوي او دندې ته دوام نه شي ورکولای.
هغه وايي مشر زوی یې فلیپ یې تیاری دی چې دده ځای ناستی شي.
ښاغلي البېرت د شنبې په ورځ په خپله وروستۍ وینا کې له خپلو هېواد والو وغوښتل چې یووالی وساتي.
د شاهي کورنۍ غړي او د کابنیې وزیرانو په کلیسا کې د استعفا په مراسمو کې ګډون کړی، او خپل احساسات یې څرګندول.
وړاندې البېرټ ویلي وو، چې روغتیايي وضعیت او ناروغي یې د پاچاهۍ غځولو ته نه پرېږدي.
هغه پخپله وینا کې ویلي چې "د راتلونکي ولسمشر فیلیپ او ملکې ماتیلد ملاتړ وکړﺉ".
د برتانیا له اکسفورډ، امریکا له ستنافورډ پوهنتونونو فارغ فیلیپ د بلجیم د واکمنې کورنۍ په تاریخ کې اووم پاچا دی.
فیلیپ د بلجیم وسله وال هوايي ځواک کې هم کار کړی.
بلجیم کې واک پر اساسي قانون ولاړ دی، داسې چې پاچا د حکومتي چارو په اداره کولو کې ډېر واک نه لري.
منځګړی

په داسې حال کې چې بلجیم د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو پرمهال ۵۴۱ ورځې بې حکومته و، پاچا البېرت د نوي حکومت په تشکیل کې د سیاسي مشرانو ترمنځ د منځګړیتوب رول هم لوبولی دی.
د ویلو ده، چې د بلجیم وګړي فلمنکا او اصلي فرانسویان دي، چې ځینې وختونه یې ترمنځ شخړې هم راپورته کېږي.
که څه هم بلجیم کې د دوو لویو قومونو ترمنځ اختلافونه ډېر دي، خو بلجیم کې واکمنه کورنۍ د فلمنکي او فرانسوي الاصله وګړو له ملاتړه برخمنهه ده.
د پاچا البېرټ تر استعفا درې میاشتې مخکې د هالنډ ملکې پیاتریکس هم د خپل زوی ویلیم السکندر په ګټه استعفا کړې وه.








