سعودي یو شیعه ملا ته د 'مرګ سزا' اورولې

د عکس سرچینه، AP
د تېرې چارشنبې په ورځ د ریاض جزايي محکمې پر هغه د اعدام حکم وکړ. پر النمر تور دی، چې ګني "د ملي یووالي د ګډوډولو او فتنې خپرولو" لپاره یې فعالیت کاوه.
حقوقي ټولنو اندېښنه ښوولې، چې ګني د النمر محاکمه عادلانه نه ده.
دوی وایي، پر تورن د نیول کېدا پرمهال ډزې شوې، خو د سعودي چارواکي بیا دا خبره نه مني.
د النمر کورنۍ په یوه ویناپاڼه کې له تمییز محکمې ددغه حکم د ردولو غوښتنه کړې:
"دغه حکم په سیاسي امتیاز د ریاض د دوو محکمو له ۱۳ ناستو وروسته شوی، چې لومړۍ هغه یې د ۲۰۱۳ کال د مارچ پر ۲۶ وه، چې څارنوال پکې ناسم تورونه پرې ولګول".
په ویناپاڼه کې له سعودي چارواکو غوښتنه شوې، چې په هېواد کې د بندیانو د دوسیو د منحلولو لپاره اصلاحات راولي.
د النمر ورور پر خپله ټویټر پاڼه کې د هغه د ورور د نیول کېدو خبر خپور کړی و، چې په وینا یې "یوه سعودي قاضي د شیخ نمر د اعدام حکم کړی".
شیخ نمر دوه کاله مخکې د خونړیو لاریونونو پرمهال نیول شوی.
د النمر وکیل صادق الجبران پر خپله ټویټر پاڼه ټینګار کړی چې د تورن د ورور څرګندونې د خپل ورور په حق کې ټینګې ښکاري.
په تېر اګست کې پر النمر ډېر تورونه ولګول شول. هغه "د واکمن نظام ضد پر بغاوت، توکمیزې فتنې خپرونې، د امنیتي کسانو پر وړاندې د وسلو کارولو، د بهرنۍ مداخلې لپاره د لارې پر هوارولو، او په بحرین کې د بغاوت پر ملاتړ" تورن شوی.
النمر د ۲۰۱۲ کال په جولای کې د هغو خونړیو لاریونونو په درشل کې ونیول شو، چې د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کې د سعودي عربستان په ختیځه القطیف سیمه کې، چې شیعه لږکي پکې اوسېږي، پیل شول.
پولیسو د النمر د نیول کېدا پرمهال د هغو پر پښو څلور ډزې کړې، ځکه چې النمر له خپل موټره د تېښتې هڅه کوله.
فعالان وايي، شیخ نمر له سوله ییزو لاریونونو پرته د نور څه ملاتړ نه دی کړی، بلکې په هره بڼه د تاوتریخوالي مخالف و.
النمر له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي "د مرمیو د غږ پروړاندې د وینا انګازې قوي دي".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
تېر کال، د سعودي لوی څارنوال النمر د "ترهګرو په مرستې" او هغو لاریونونو ته د لمنې پر وهلو تورن کړ، چې لږترلږه درې کسان پکې ووژل شول او لمن یې له قطیف نه نورو سیمو ته وغځېده چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول.
سعودي پر ایران په شیعه مېشتو سیمو کې د لاریونونو د ملاتړ تور پورې کوي، او وايي چې ایران په سیمه کې د "توکمیزې فتنې اور بلولو" ته اورپوکی کوي.
د سعودي عربستان ختیځه سیمه کې شیعه لږکي اوسېږي، چې تر ډېره د هېواد د تېلو بډایې سرچینې لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
شیعه ګان د سعودي عربستان د ټول ټال شاوخوا ۲۰ میلیون وګړو نژدې ۱۰ سلنه جوړوي.








