'اسلام سپکوونکي' ته د ۱۰ کلونو بند او ۱۰۰۰ دُرو سزا

په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د یوې ټولنې بنسټګر رائف بدوي اسلام ته په سپکاوي په لسو کلونو بند او زرو دُرو وهلو محکوم شوی دی.
محکمې د بدوي په حق کې دغه سزا تایید کړې ده.
محکمې دا هم ویلي، چې بدوي باید د یو میلیون سعودي ریاله (چې نژدې ۲۶۶۶۶۶ ډالر کېږي) ورکړي.
پر بدوي د "اسلام سپکوونکې وېبپاڼې جوړولو" تور دی، چې د سعودي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې (دیني پولیسو) له خوا د هغه (بدوي) د بشري حقونو د ټولنې جوړېدل هم غندلي دي.
پولیسو ویلي، چې سعاد الشمري هم د دغې ټولنې په جوړولو کې له بدوي سره شریکه ده.
شمري وايي "اوس یوازېنۍ هیله دا ده چې بدوي ته شاهي بښنه وشي، او د عدلیې وزیر یوه پاکه قضايي جرګګۍ جوړه کړي."
په لومړي ځل د تېرې مې پر اومه پر بدوي د بند او دُرو حکم وشو، چې په نړیواله کچه د بشري حقونو ډلو نیوکې پرې وکړې.
رائف بدوي د ۲۰۱۲ کال له جولای راهیسې په زندان کې دی.
د روان کال په مې کې هم رائف بدوي د محکمې له خوا په اووه کاله بند او ۶۰۰ دُرو محکوم شوی و.
د ۲۰۱۳ کال جولای کې هم بدوي په اوو کلونو بند او ۶۰۰ درو وهلو تورن شوی و، خو څارنوال یې حکم بېرته واخیست.
د بښنې نړیوال سازمان دغه پرېکړه "رسوا کوونکې" بللې وه.








