سعودي "اسلام ته په سپکاوي" یو فعال ۱۰۰۰ دُرې وهي

سعودي "اسلام ته په سپکاوي" یو فعال ۱۰۰۰ دُرې وهيد سعودي عربستان یوې محکمې د "سعودي لیبرالي شبکې" بنسټګر رائف بدوي ته له دې کبله د لسو کلونو بند او زر دورو وهلو سزا ورکړې، چې "اسلام ته یې سپکاوی" کړی دی.
رائف ظاهراً د بشري حقونو د یوې ډلې فعال دی.
محکمې رسماً بدوي اسلام ته په سپکاوي تورن کړ.
پر یادې شوې شبکې له دې اړخه هم نیوکې ډېرېدي، چې ګني د سعودي عربستان مذهبي پولیسو "د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډلې" ته یې سپکې سپورې ویلې دي.
د دغې شبکې اوسنۍ مشرې سعاد الشمري امربالمعروف او نهی عن المنکر ډله په لوی لاس د بدوي په محاکمه کولو تورنه کړې ده.
هغې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "دا کار د ضمیر بندي کول دي، او پرضد یې حکم ظالمانه دی".
د بدوي پرضد دا پرېکړه هم شوې، چې دوه نیم سوه زره ډالر جریمه ورکړي.
د ۲۰۱۳ کال جولای کې هم بدوي په اوو کلونو بند او ۶۰۰ درو وهلو تورن شوی و، خو څارنوال یې حکم بېرته واخیست.
د بښنې نړیوال سازمان دغه پرېکړه "رسوا کوونکې" بللې ده.
ددغه سازمان د منځني ختيځ او شمالي افریقا مشر فیلیپ لوتر ویلي "د بدوي یوازېنی جرم دا دی چې خپل غږ یې پورته کړی، او د وینا د ازادۍ غږ یې پورته کړی دی".
نوموړي د سعودي له چارواکو غوښتيو چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.








