سعودي ښځې وهونکي ته ۵۰ زره ریاله جریمه ټاکلې

د عکس سرچینه،
سعودي عربستان د یوه نوي قانون له مخې هغو کسانو ته د ۵۰ زرو ریالو جریمه ټاکلې ده، چې خپلې ښځې وهي او زورزیاتی ورسره کوي.
د روانې اونۍ له پیل راهیسې د دغه قانون تطبیقول پیل شوي دي.
که څه هم په قانون کې د ښځې وهلو ته مالي جریمه ټاکل شوې، خو په ضمن کې وهونکی له یوې میاشتې تر یوه کال پورې بندي کېدای هم شي.
خو که چېرې د ښځې وهل بیا تکرار شي، نو سزا او جریمه یې دوه برابره کېږي.
دغه سزا د ځورونې د مخنیوي د سیستم یوه برخه ده، چې په وروستیو کې یې په اړه سعودي عربستان ګام اخیستی دی.
د سعودي عربستان د ټولنیزو چارو وزارت د ملاتړ برخې مشر ډاکټر محمد الحربي ویلي: "دغه قانون او سزا د حقوقپوهانو له خوا ټاکل شوي، چې هدف یې د کورني تاوتریخوالي مخنیوی دی".
نوموړی زیاتوي: "د سعودي عربستان بېلابېلو برخو کې مو د کورني اخ و ډب د مخنیوي په موخه درې میاشتنی ورکشاپ جوړ کړی و، چې د بشري حقونو اړوندو کارپوهانو ګډون پکې کړی و، په دې موخه مو د سلا مشورو لپاره یو دفتر هم جوړ کړی".




