سعودي "د لبنان پوځ ته ۳ ميليار ډالر" ورکوي

د لبنان ولسمشر میشیل سلیمان ویلي، چې عربستان د لبنان له پوځ سره د درو ملیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړې.
ښاغلي سلیمان دا څرګندونې د لبناني سیاستوال محمد شطح له وژل کېدو او خاورو ته تر سپارل کېدا وروسته بیروت کې پر یوه تلویزیون کړې دي.
که څه هم سلیمان د دغې مرستې په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو وویل چې دا د لبنان د پوځ تاریخ کې له پوځ سره تر ټولو ډېره مرسته ده.
سلیمان دا هم ویلي، چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند به سعودي عربستان د سفر پرمهال له لبناني پوځ سره د مرستې په اړه وغږېږي.
اټکل دی، چې د سعودي په دې مرستې له فرانسې د لبنان پوځ ته پوځي تجهیزات واخیستل شي.
سلیمان ویلي: "خوشاله یم چې د لبنان ولس ته د سعودي پاچا پام اوښتی او د پوځ د تقویې لپاره یې د درو میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړې. په دې مرستې موږ له فرانسې وسلې رانیولی شو".
د سعد حریري سلاکار او اقتصادپوه محمد شطح د تېرې جمعې په ورځ (جدې شپږمه/دسمبر ۲۷) بیروت کې د یوې چاودنې پایله کې ووژل شو.

ښاغلی شطح د لبنان د مخکني لومړي وزیر سعد حریري سلاکار او د "المستقبل" حرکت مشر و.
دغه حرکت د مارچ ۱۴ ایتلاف په نامه هم یادېږي؛ چې له بېلابېلو ډلو جوړ شوی او د سعودي عربستان له خوا یې ملا تړل کېږي.
د مارچ ۱۴ ایتلاف د لبنان او سوریې ترمنځ د نژدې اړیکو مخالف حرکت دی، چې د ایران په ملاتړ د حزب الله ډلې په مقابل کې رامنځ ته شوی.
ایران او حزب الله په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت ملاتړي دي؛ حال دا چې سعودي عربستان د ښاغلي اسد د مخالفو سني ډلو ملاتړی ګڼل کېږي.
د ښاغلي شطح ملاتړي د هغه په وژنه کې د پردې ترشا د حزب الله لاسونه ښکېل بولي، خو سوریې او حزب الله دغه تورونه رد کړي.
په وروستیو میاشتو کې لبان په سوریه کې د حکومت ملاتړو او مخالفو ترمنځ د وسله والو نښتو شاهد و، چې په لړ کې یې ګڼې بمي چاودنې او بریدونه هم وشول.

دوې اونۍ مخکې، د لبنان حزب الله ډلې، چې د سوري حکومت ملا تړي، بیروت کې د خپل یوه لوړپوړي مشر او قومندان د وژل کېدو خبر ورکړ.
حزب الله دغه وژنه اسرائيلو ته منسبوه کړه، خو د اسرائيلو حکومت پېښه کې د تل ابیب ښکېلتیا رد کړې وه.
وړاندې د حزب الله عمومي مشر پر عربستان پورې تړلې ډلې د لبنان سوېلي کې د شیعه ګانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په بریدونو تورنې کړې.
بیروت کې د بي بي سي یو خبریال مهرداد فرهمند وايي، چې ښاغلی شطح تېرو کلونو کې د پیسو د نړیوال صندوق کارپوه او لبنان کې د مرکزي بانک د مشر مرستیال هم پاتې شوی او دوه کاله یې امریکا کې د لبنان د سفیر پر څوکۍ هم دنده مخته وړې ده.
نوموړی څه موده د اقتصاد وزیر و.








