د لبنان صیدا نښته کې ۱۰ پوځيان وژل شوي

د لبنان صیدا کې د حکومتي پوځيانو او د یوه سلفي شیخ احمد الاسیر د کسانو ترمنځ په وسله واله نښته کې لږترلږه لس لبناني پوځيان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د لبان پوځ وايي "نښته وروسته تر هغه پیل شوه، چې د الاسیر کسانو د پوځ پر یوې پوستې ډزې وکړې".
د پوځ په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې د دوی لس کسان وژل شوي په داسې حال کې چې د الاسیر دوه جنګیالي هم وژل شوي دي.
په نښته کې د الاسیر ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي.
عیني شاهدان وايي، د صیدا اوسېدونکي د دې نښتې له کبله اندېښمن دي، چې دواړو غاړو په کې توغندي او کلاشینکوفونه کارولي دي.
په صیدا کې له ځینو ودانیو لوګي پورته کېږي، همداشان اوسېدونکي له حکومته د سیمې د خوندي کولو غوښتنه کوي.
صیدا کې د تېرې سې شنبې په ورځ هم د الاسیر ډلې او حزب الله ترمنځ نښتې شوې، چې لږترلږه یو کس په کې وژل شوی و.
د سوریې له کړکېچ پیلېدا راهیسې، لبنان کې توکمیزې او مذهبي شخړې په ډېرېدو دي؛ ځکه چې د حزب الله شیعه ډله د سوري نظام او ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او په پلوي یې جنګېږي.
لبنان کې حکومتي رسنۍ ویلي، چې صیدا کې خلک اندېښمن دي، او له دغه ښاره د روغتونونو امبولانسونه د وژل شویو او ټپیانو په لېږد بوخت دي.
دوی وايي، چې په ټپیانو کې نا لبناني وګړي هم لیدل شوي.
د لبنان ولسمشر میشل سلیمان د دوشنبې په ورځ (جون ۲۴) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د وزیرانو یوه بېړنۍ غونډه ورغوښتې ده.
سلیمان د خپل "ټویټر" پر پاڼې ویلي، چې پوځ د دښمن ځپلو لپاره عملیات چټک کړي، چې ویې نیسي او عدالت ته یې وسپاري او د لبنان خلکو ته ارامي راوستل شي".








