"له لبنان څخه پر اسراییلو توغندی توغول شوی"
د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، د دغه هېواد له سوېل څخه د اسرایلو پر لور یو توغندی توغول شوی دی. دا روښانه نه ده، چې دا توغندی به چا توغولی وي او په کوم ځای به لګېدلی وي.
د اسرایلو پوځ وايي، د یوې چاودنې په اړه رپوټونه ورکړل شوي، چې دوی یې په اړه پلټنې کوي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې، چې د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله په سیمه کې شخړې په زیاتېدو دي.
تر دې وړاندې د تېرې یکشنبې په ورځ د بیروت هغه سیمه په دوو توغندیو وویشتل شوه، چې د حزب الله تر ولکې لاندې ده. دغه ډله له اسرایلو سره په سوېلي لبنان کې مقابله کوي او په سوریه کې د حکومت په ملاتړ په جګړه بوخته ده.




