د لبنان طرابلس کې چاودنو ۲۷ کسان وژلي

د لبنان شمالي ښار طرابلس داسې مهال دوې چاودنې شوې، چې د جمعې په لمانځه خلک بوخت و، چې لږترلږه ۲۷ کسان یې وژلي دي.
د بي بي سي یو خبریال وايي چاودنې په هغو ګاډو د ځای پر ځای شویو بمونو د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې، چې د دوو بېلو جوماتونو مخې ته ولاړ وو. بمونه هغه مهال وچوول، چې د سني اکثریت ښار اوسېدونکي له لمانځه وروسته له جماعته ووتل.
چاودنې د موټر بم په مټ شوې، چې لږترلږه څلوېښت کسان یې ټپیان کړي هم دي.
چارواکي وايي، دغه چاودنې یوه جومات ته څېرمه د جمعې د لمانځه پرمهال شوې.
لومړۍ چاودنه د طرابلس ښار زړه کې د مخکني لومړي وزیر نجیب میقاتي کور ته شوې، خو د هغه مطبوعاتي دفتر وايي، چې نوموړی د چاودنې پرمهال کور کې نه و.
دویمه چاودنه د ښار څپ څپانده وضعیت لرونکي بندر ته نژدې شوې ده.
رپوټونه وايي، چې دوه موټر، چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي وو، د طرابلس التقوا جومات ته نژدې چوول شوي.
د دغه جامع جومات ملا امام سلفي امام شیخ سالم الرافعی دی.
چاودنې د جمعې تر لمانځه وروسته له جوماته د لمونځ کوونکو د راوتلو پرمهال شوې.
د طرابلس ښار جوماتونه د جمعې پر ورځ له خلکو ډک وي، چې تر ډېره جوماتونو ته د سلفي تګلارې مخور هم ورځي.
دغه چاودنې داسې مهال شوې، چې سوریه کې تاوتریخوالی د خپل ډول خطرناک پړاو ته رسېدلی دی، چې لبنان کې یې خلک د ملاتړو او سرسختو مخالفو پر ډولونو وېشل شوي دي.
طرابلس ښار کې نژدې ۲۰۰۰۰۰ خلک اوسېږي، چې د لبنان دویم لوی ښار بلل کېږي.
په دې ښار کې د شیعه علوي لږکیو له خوا وخت ناوخت تاوتریخوالی کېږي.
هلته د سني مذهب پلویان د ښار اکثریت جوړوي.
دا چاودنې ټيک یوه اوونۍ وروسته تر هغې چاودنې شوې، چې بیروت کې یې لږترلږه ۲۷ شیعه ګان ووژل.








