لبنان کې د حزب الله مرکز ته څېرمه چاودنه شوې

د لبنان بعلبک کې د حزب الله یوه مرکز ته څېرمه موټربم چاودنه شوې.
لومړني رپوټونه وايي، چې د صبوبا کلي په برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
فرانس پرېس خبري اژانس د لبنان د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، چې برید په ځايي وخت څلور بجې وشو.
د سیمې اوسېدنکو ویلي، د چاودنې غږ یې واورېد، چې بیا وروسته ژر امبولانسونه سیمې ته ورسېدل.
یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې د حزب الله غړي او د لبنان امنیتي ځواکونه له چاودنې وروسته په سیمه کې خپاره شول.
د لبنان ختيځ وادي البقاع کې حزب الله ډله واکمنه ده، چې په تېرو څو میاشتو کې د یو شمېر چاودنو شاهده وه.
د تېرې میاشتې پر نولسمه د بیروت سوېل کې د ایران پر سفارت دوه ځانمرګي بریدونه وشول، چې لږترلږه ۲۳ کسان یې ووژل.
حزب الله د حکومت ترڅنګ په سوریه کې د مخالفو وسله والو پرضد جنګېږي.
دغه چاودنه ایله دوه اونۍ تر هغه برید وروسته وشوه، چې په لړ کې یې د حزب الله ډلې یو شمر حسان اللقیس بیروت کې ووژل شو.
حزب الله ډاګه د اللقیس په وژنې اسرائيل تورن کړل.








