لبنان وايي د ضرار جمو وژنه سیاسي نه وه
په لبنان کې امنیتي چارواکي وايي داسې نښې نښانې نشته چې روانه اوونۍ د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د مخکښ پلوي وژل کېدل دې سیاسي موخه ولري.
چارواکي وايي لومړنۍ څېړنې ښيي چې محمد ضرار جمو د کورنۍ شخړې له امله وژل شوی دی.
جمو د تېرې چارشنبې په ورځ د لبنان په سوېل کې په خپل کور کې په ګولیو وویشتل شو.
د نوموړي وژنې د ګاونډي هېواد سوریې د شخړې د خورېدو وېره یو ځل بیا رامنځ ته کړې وه.
نوموړی له بشار الاسد څخه د دفاع له امله په عربي تلوېزیوني چېنلونو کې شهرت درلود.




