سعودي د ترهګرو ډلو لومړی لست خپور کړ

سعودي عربستان د مصر اخوان المسلمین ګوند یوه ترهګره ډله اعلان کړې ده. ریاض د نصرت جبهې، د عراق او شام حکومت ډلې هم په ترهګرو کې راوستي دي.
سعودي عربستان د اخوان المسلمین ګوند یوه ترهګره ډله بللې ده.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د نصرت جبهه، د عراق او شام اسلامي دولت ډله او ځینې نورې هغه ډلې چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت پرضد جنګېږي، ترهګر یاد کړي دي.
تېره میاشت د سعودي د عربستان پاچا له خوا حکم صادر شو چې پر بنسټ یې که چېرې د سعودي عربستان وګړي له هېواده بهر په جګړه کې برخه واخلي، نو له درو تر شلو کالو پورې به بندي کېږي.
همداشان، د هغو وګړو لپاره یې هم سزا ټاکلې ده، چې د هېواد د ننه یا بهر د هغو ډلو ملاتړ وکړي، چې د دولت له خوا ترهګر بلل شوي.
سره له دې چې عربستان سوریه کې د ځینو اورپکو ډلو ملاتړ کوي، خو د خپلو وګړو جهادي یا اسلام پاله اندونو ته اندېښمن دی.
د عربستان د دولت مخالفان وايي، دې هېواد د امینت مسؤول بندر بن سلطان د سوریې له اورپکو سره مالي مرسته کوي.
بندر بن سلطان د سعودي عربستان ملک عبدالله وراره دی، ډېر وخت په امریکا کې د عربستان سفیر هم پاتې شوی.
همدارنګه د عربستان دولت هغو وګړو ته چې د عربستان نه بهر جنګونو کې برخه لري ۱۵ ورځې وخت ورکړی، چې عربستان ته راستانه شي.
وړاندې سعودي عربستان د القاعدې شبکې یو غړی پهاعداممحکوم کړی و.








